د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د هند پالیسي


سرچینه:امريکن انټرسټ
ژباړه: عبدال حۍ کاکړ

په امريکايې مجله امريکن انټرسټ کې ليکوال راجا موهن دهغو لارو چارو څيړنه کوي چې له افغانستان څخه د امريکايې ځواکونو د وتلو وروسته دهند حکومت ورباندي دا وخت بحثونه کوي.


د امريکن انټرسټ ليکوال راجا موهن ليکي د امريکا له طالبانو سره ممکنه جوړ جاړی کيدالې شي د پاکستان پوځ ته په راتلونکي کې د افغانستان په سياست کې مهم ځای ورکړي چې د ليکوال په وينا هم دغي خبري د هند پاليسې جوړونکي ويرولي دي.


په خپل مضمون کي ليکوال پر هغو څلورو لارو چارو رڼا اچوي چې دا وخت د هند پالیسې جوړونکې له افغانستان د امريکا د وتلو وروسته بحث کوي.


په دې کې ليکوال د يوه لپاره د سټرکچرل کونسټرنټس یعني سنجول شوو خنډونو اصطلاح استعمالوي.


دده په وينا په هند کې حقيقت پسنده حلقې دا خبره مني چې له افغانستانه د امريکا وتل د هرڅه له لاسه ورکولو په معنی نه ده بلکه د کړونو يوه سلسله ختمیږي او بله به پيليږي.


دده په وينا هند په افغانستان کې د کردار اداکولو لپاره د خپل جيو پولټيکل يعني جغرافيايې او سياسي محدودتونو په اړه ډير حساسه دی.


نوموړی د افغانستان او هند ترمينځ د جغرافيايې ليري والي ذکر کوي چې له هم دې وجي هند پاکستان ته په افغانستان کې د مهم او لومړي لوبغاړي په سترګه ګوري خو دده په وينا هند ځان ته يو دویم مهم لوبغاړی وايي چې هلته د لومړيو لوبغاړو سياسي ارزوني او حساب کتاب د اغيزمنولو توان لري.



ليکوال مخکې ليکې چې هند پر يوه بله تګلاره هم غور کوي. هغه دا چې هند باید د امريکايي ځواکونو د وتو سمدستي وروسته افغانستان ته پر وتلو کې تادي ونکړې ځکه دا به په راتلونکې کي په سختو حالاتو کي د هند د نفوذ موقع له خطر سره مخامخ کړي.


دده په وينا د پاکستان د پوځ په ملاتړ طالبان به له مزاحمت سره مخامخ شي او مزاحمت کوونکي ډلي به بالاخره د هند ملاتړ ته مخ ور اړوي.


يوه بله خبره چې ليکوال يې يادوي هغه د افغانستان د سميځي همکارۍ او سياليانو په مينځ کې د افغانستان را ګيريدل دي.


دی وايې که څه هم هند د افغانستان د استحکام لپاره د علاقايې همکارۍ د خبري هرکلۍ کړی دی خو د هند حقيقت پسندان ددې همکاري په اغيزمنتيا شک لري.


د هند لپاره لويه پوښتنه داده چې د پاکستان د افغانستان په کورنيو چاروکې د لاس وهني ضمانت به څوک ورکوي ؟


دی زياتوي که امريکا په خپل ټول قوت طاقت او د شل ارب ډالرو د ورکولو بر سيره هم په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې مخه و نه نيوله نو داسي هيله ډيره کمه ده چې يو څوک په انفرادي يا بيا په اجتماعي توګه د پاکستان لاس وهنه درولۍ شي.


ليکوال بله لاره د هند سره د پاکستان د روغي جوړي يادوي خو وايې د افغانستان په اړه د دواړو هيوادونو ګټي له يو بل څخه مختلف دي.


دی زياتوي که هند ته دوي خوښي ورکړل شي چې آيا په افغانستان کې لوی کرادار اداکول غواړي او که له پاکستان سره ښه اړيکې نو د ليکوال راجا موهن په وينا هند به له پاکستان سره دوستانه اړيکو د ساتلو خوښۍ ته ترجيح ورکړي.
XS
SM
MD
LG