مجید بابر: مشال راډیو
پراګ: د پاکستان د پارليمان لخوا جوړي کړل شوې قامي سلامتيا کمېټۍ د هيواد د بهرنيو چارو د تګلارې په اړه د سپارښتنو مسوده تياره کړې او د حتمي غور لپاره يې ټولو سياسي ګوندونو ته لېږلې ده. دا وخت چې په پاکستان کې د هغه لارو په پرانستلو تاوده بحثونه روان دي ، چې ایا په افغانستان کې مېشت د نړیوالو ځواکونو لپاره د سامانونو وړلو لارې پرانستل شي او که نه.
که یو خوا دې سره د پاکستان او امریکا اړیکې د کړکیچ سره مخامخ شوي دي، نو بلخوا پاکستان په اقتصادي لحاظ هم د دغه لارو د بندولو وروستو په حالاتو غور کوي.
د تیرکال د نومبر په شپږویشتمه د نیټو ځواکونو لخوا په برید کې د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان څلریشت پوځیان ووژل شول، چې له دغې وروستو پاکستان د احتجاج په توګه د نیټو ځواکونو لپاره د رسد لارې بندې کړې. او د تېر کال په دسمبر کې یی د جرمني په بون ښار کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرنس نه هم باییکاټ وکړ.
که چیري دغه لاري بيا پرانستل شي نو پاکستان ته به څومره مالي ګتې تر لاسه شي.