د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایف،سي،آر کې پر منظور شوو بدلونونو عمل نه کیږي


Tribal Jirga
Tribal Jirga
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري تیر کال په قبایلي سیمو کې د سیاسي اصلاحاتو اعلان وکړ او د ایف سي آر په قانون کې يې د ځني بدلونونو منظوري ورکړه. خو بیا هم په قبایلي سیمو کې دا بدلونونه نه عملي کیږي.

د مشال راډیو د دې اونۍ ً د کرښې پر غاړه ً خپرونه کې پر هم دې موضوع چې ایا دې اصلاحاتو د عملي کولو په لاره کې خنډونه څه دي ، بحث شوی دی.

د دې بحث کوربه شاهین بونېری دی او له سیمې څخه قبایلي مشر ملک مرجان خان ، د قانوني چارو کار پوه عبدالکریم محسود مېلمانه دي او په سیمه کې د مشال راډیو خبریال سیلاب محسود هم په دې خپرونه کې برخه اخیستې ده.

دا خپرونه له دې لاندیني لنک څخه اورېدلاﺉ شی.


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG