د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیاچین مسله به څنګه حل شي؟



فرخنده وزیر، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان تر واک لاندې، په سیاچین کې د سلو زیات پاکستاني پوځیان چې د تیر خالي په ورځ د واورو د ګټانو خویدو له عمله ګیر شوی دي، د ژغورنې لپاره یي د امریکا یو ټیم پاکستان ته رسیدلی ، خو د خراب موسم له وجې په دغه کار کې کوم مهم پرمختګ ندی شوی.

سیاچین چې د سمندر سطحې نه شپږ زره درې سوه میټره لوړ دی، او د هندوستان سره ۷۷ کلومیټره اوږده پوله جوړوي، دواړو غاړو ته یي د هند او پاکستان پوځیان په واورو کې په کیمپونو کې ژوند کوي، چې دغلته د جګړې نه زیات د خراب موسم له وجې پوځیان وژل شوي دي.

د پوځیانو په ایستلو کې مشکلات

د پوځ ویاند میجر جنرل اطهر عباس وايي د امریکا نه د دوی سره د مرستې لپاره هم کارکونکي اسلام اباد ته تللي دي، خو د خراب موسم له وجې د دغه پوځیانو په را ایستلو کې مشکلات لري.

پاکستاني مطبوعات وایي، دغلته ماینس اویا درجه حرارت وي، او دغه پوځيان ډیر په ګرانه د موسم مقابله کوي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي د اپرېل په اوومه، په سیاچین کې د واورو د ګټانو خویدلو سره یوسل څلریشت پوځیان او یولس ولسي وګړي په واورو کې ګیر پاتې شول. په دغه پوځیانو کې اتیا فیصدي د ګلګت بلتستان سره تعلق لري.

هند و پاکستان باید دا مسله حل کړي

د دفاعي چارو کاپوه حسن عسکري مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل:

((پاکستاني چارواکي په دې هڅو کې بوخت دي چې څنګه ددغه پوځیان ژوندي راوباسي، خو زه فکر نه کوم چې څوک به ددغې ځای دوی ژوندي راوباسي، او باید اوس هند او پاکستان د دې مسلې په هواري فکر وکړي.))

حسن عسکري وايي: ((په سیاچین کې دا اوسنۍ پیښه ښایي چې دواړه هیوادونه ډیر بد کوي، چې په دومره لوړ ځای کې یي خپل ځواکونه پرځای کړي دي. هند او پاکستان پر دې مسله وړاندې هم خبرې پیل کړې وې، او دې هم رضا شوي وو، چې دا مسله حل کړي ، او باید حل یي کړي، خو دغه خبرې له بده مرغه په وړاندې لا نړې. او دا اوسنۍ پیښه یو وارې بیا دا ښکاره کوي، چې باید دواړه یو ځل بیا پر دې خبرې وکړي ، او دا مسله هواره کړي.))


لانجمن سیاچین، د نړۍ تر ټولو لوړ جنګي ډګر

سیاچین چې د نړۍ تر ټولو لوړ د جنګ میدان دی، د پاکستان او هند ترمینځ پرې د نولس سوه اتیایم په لسیزه کې نښتې پیل شوې ، چې دواړو هیوادونو دغلته خپل پوځیان ولیږل. اوس چې کله د پاکستان او هند تر مینځ د خبرو عمل یو ځل بیا پیل شوی، نو ایا دواړه هیوادونه سرکریک او سیاچین مسله څه رنګ د خبرو لارې حل کړي ، د ماحولیاتو یو ماهر عادل ظریف وايي باید دواړه هیوادونه دغلته خپلو پوځیانو ته د خراب موسم له وجې د راپیښو مشکلاتو له عمله دغه مسله د خبرو د لارې هواره کړي، او زیاتوي دواړو هیوادونو له پکار ده، په موسمونو کې نړیوال بدلون ته وګوري، او پر دې پام وکړي.

سیاچین چې د کشمیر سیمې برخه ده، هند او پاکستان دواړه یي د خپلو هیوادونو برخه ګڼي، په اقتصادي لحاظ هم یو ګران د جنګ میدان دی، چې د رپوټونو ترمخه په دغه سیمه کې هند د پاکستان نه زیات پوځیان لري، او د ورځي پرې څلویښت ملینه پیسې هم خرچ کیږي.

د دواړو غاړو پوځي چارواکي په سیاچین کې د کار کولو وروستو یو پوځي ته ترقي هم ورکوي، ولې په دغه لوړ جنګي میدان اکثره پوځیان د سختې او خرابې یخنۍ او واورو له وجې ژوند هم د لاسه ورکوي
XS
SM
MD
LG