نجیب عامر، مشال راډیو
پراګ - د پاکستان دپوځ چارواکي وايي، د هندوستان پولې ته نېږدې د همالیا په کنګل زار سیمه سیاچین کې د اپرېل د اوومې پر سهار وختي د واورو د ګټ د راپرېوتو له امله د دوی له ۱۰۰ زیات سرتېري تری تم شوي دي.
هلته رویټرز اژانس ته هم دپاکستان پوځي چارواکو ویلي، په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې امکانات لیدل کېږي.
پوځي چارواکو مشال راډیو ته وویل، د دوی پوځي هیلي کوپټرې او پلټونکي سپي او نورې کومکې ډلې او ډاکټران سیمې ته رسېدلي او د تری تم شویو پوځیانو لټون یې پیل کړی دی.
بل پلو د پاکستان اکثرو ټي وي چینلونو داسې رپورټونه خپاره کړي چې د واورې د ګټ د راپریوتو له امله په سیاچین کې د ۱۵۰ په شا و خوا کې د پاکستان دپوځ سرتېري ورک دي.
خو د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اطهر عباس مشال راډیو ته وویل چې د ترۍ تم شویو سرتېرو شمیر ۱۵۰ نه بلکې د ۱۰۰ او ۱۱۳ تر منځ دی.
د پاکستان سرکاري ټي وي وښودله چې کومک کونکې ډلې او هیلي کوپټرونه د واورو تر لاندې د راګېرو شویو کسانو لټون کوي.
سیا چین د کشمیر شمالي سیمه ده، او په ۱۹۴۷ز کال کې د هند او پاکستان د بیلېدو راهیسې په دې سیمه کې د دواړو هیوادونو پوځونه پراته دي او څو وارې د یو بل سره جنګېدلي هم دي.
سیاچین د سمندر له سطحې په شل زره فټه ارتفاع کې پرته سیمه ده او د کار پوهانو په خبره، په دې سیمه کې د هند او پاکستان تر منځ د جګړې له امله دومره پوځیان نه مري لکه د موسم د خرابوالي له امله چې مري.