د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حافظ سعید پر ضد باید کار روايي وشي



ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي، وینډي شېرمن د اپرېل په دویمه د هند د سفر پر مهال د حافظ سعید پر د ۱۰ میلیونه ډالرو، او د لشکر طیبه د مرستیال مشر عبد الرحمان مکي پر سر د دوه میلیونه ډالرو د انعام اعلان کړی وو.

حافظ سعید د لشکر طیبه بنسټ ایښونکی مشر دی او دا ډله په پاکستان کې نا قانونه ګرځول شوې ده.

پر سعید تور دی چې په ۲۰۰۸ز کال کې د هند په ښار ممبۍ کې په بریدونو کې هم لاس لري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د حافظ سعید پر ضد د کار روایۍ له پاره پاخه ثبوتونه نه لري او داسې ثبوتونه که وي، نو ورته دې ورکړل شي.


په واشنګټن کې له امریکا غږ راډیو سره د ځانګړې مرکې پر وخت د فارن پالیسي مجلې کار پوه وینډه فیاباب براون وايي، د حافظ محمد سعید د نیولو له پاره د انعام اعلان د پاکستان و امریکا اړیکي لا نور ترینګل کولای شي:

((یقیناً له دې سره اړیکي پېچلي شوي دي. او دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر ځای کولو لپاره خبرې اترې روانې دي. له دواړو اړخونو، د خبرو اترو لړۍ پیل شوې، او د پاکستان د پارلېماني کمېټۍ لخوا په نه تړل کېدونکي رپورټ (داسې رپورټ چې پابندي یې لازمي نه وي) کې وړاندیز شوی چې له امریکا سره دې اړیکي محدود کړل شي. زما په فکر، د امریکا دریځ دی چې هغه د لشکر طیبه له مشرۍ استعفا نه ده ورکړې، او حافظ سعید اوس هم د ترهګرۍ ملاتړ کوي، او امریکا هر ځل له پاکستانه غوښتنه کوي چې د دې مخنیوی دې وکړي.))

په ممبۍ کې پر یوه دېوال لیکل شوي (پر ما ممبۍ ګرانه ده. ترهګري ودروۍ. مثبت فکر وکړئ. د سولې خوا ته ورشئ.)
په ممبۍ کې پر یوه دېوال لیکل شوي (پر ما ممبۍ ګرانه ده. ترهګري ودروۍ. مثبت فکر وکړئ. د سولې خوا ته ورشئ.)
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د د امریکا له طرفه د حافظ محمد سعید د نیولو په اړه د انعام له اعلانولو سره به د پاکستان و هند اړیکي څومره اغېزمن شي؟ وینډه وویل:

((د امریکا دریځ دا نه دی چې کوم ترهګر د هند او یا هم د افغانستان ضد دی. بلکې د امریکا دریځ ډېر روښانه دی چې پاکستان دې د نړیوالې ټولنې د یو غړي په حیث د هر قسمه ترهګرۍ مخه ونیسي او د ترهګرو ډلو پر ضد دې کار روايي وکړي. دا د پاکستان په ګټه نه ده چې په ترهګرو کې توپیر وکړي چې هغه ښه ترهګر دی، او دا بد ترهګر دی. پاکستان له کورنۍ ترهګرۍ سره مخامخ دی او هغه ځکه چې د څه مودې راهیسې ځینې ترهګرې ډلې د هند پر ضد کاروي، او دې ترهګرو ډلو اوس خپل اهداف غځولي دي او غواړي چې حکومت نسکور کړي. لشکر طیبه په هند کې زیاتره لویو ترهګرو بریدونو کې ککړه ډله ده، او له افغانستانه هم ترهګر عملیات کوي. او دا داسې ډله ده چې د هند و پاکستان ترمنځ د جنګ وسیله هم جوړېدای شي.))

وینډه وايي، پاکستان ته په کار ده چې د ښه او بد ترهګر له توپیر کولو لاس واخلي ځکه چې دا د دې هیواد په قامي ګټو کې نه دی او د ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه، د هغو ډلو چې له نورو هیوادونو سره د جګړې لامل ګرځي، پر ضد کار روايي وکړي.
XS
SM
MD
LG