د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ټانکر سوی، اووه کسان وژل شوي


په پنجوايي کې د سوځېدلي ټانکر انځور
په پنجوايي کې د سوځېدلي ټانکر انځور

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - افغان چارواکي وايي د پنجوايي ولسوالۍ په خوني ماده سيمه کې نن د يو ټآنکر او د عامو وګړو تر موټر ټکر کړى دى چې له امله يې په ټانکر کې اور لګېدلى او ۱۰ کسان يې سوځولي دي.

د چارواکيو په خبره په سوځېدليو کسانو کې اوو تنه مړه شوي او درې يې لا تر اوسه ژوندي دي.

په مړو شويو کسانو کې يوه ښځه هم شامله ده.

د پنجوايي ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر حاجي محمود وايي چې دا لا نه ده مالومه چې په ټانکر کې اور ولي لګېدلى دى خو د پېښې ځاى ته تر وتګ وروسته وروته مالومه شوې ده چې په پېښه کې اوو تنه مړه شوي دي.

((ما د اوو نفرو واورېده . موږ چې ورغلو لمبې پرې څرخېدې اته تنه مو را وايستل خو دوه تنه ډېر لاندې وو او دوى ويل چې دا نه را ايستل کيږي. ټول اوو تنه مړه شوي او درې ټپيان دي، په مړو کې يوه ښځه هم شامله ده.))

خو د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسول جاويد فيصل بيا وايي چې پېښه د ټانکر او يو ټاون ایس (په عامه اصطلاح ورته ټونس ویل کېږي) ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده.

فيصل هم د پېښې د قربانيانو شمېر ۱۰ تنه ښيي.

(( له پنجوايي ولسوالۍ څخه کندهار ښآر ته پر لاره يو [ټاون ایس] موټر او ټانکر سره ټکر شوي او بيا وروسته په ټآنکر کې اور بل شوى دى. چې له امله يې اووه تنه مړه شوي او درې ټپيان دي. په مړو شويو کې يوه ښځه هم شامله ده.))

تر دې وړاندې په پنجوايي ولسوالۍ کې يو بهرني سرتېري ۱۷ تنه عام وګړي وژلي او سوځولي وو چې وروسته بيا مالومه شوه چې بهرنى سرتېرى ليونى وو .
XS
SM
MD
LG