د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پر پولیسو حملې



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د تشدد په پېښو کې د ولسي خلکو د وژنې تر څنګ پولیس سرتیري هم په نښه کېږي.

د اپرېل پر پینځمه په پي آی بي کالونۍ کې د نامالومه وسله والو په ډزو درې پولیس سرتېري ووژل شول.

د دې پېښې څو ګېنټې روستو د مشرقي کراچۍ پر پولیس مشر راو انور باندې ځانمرګی برید وشو چې څلورو ولسي کسان پکې ووژل شول ـ

د کراچۍ د پولیسو مشر اختر حسېن ګورچاني وایي د اپرېل پر پینځمه، پر پولیسو د ترسره شویو دواړو بریدو څرنګوالی له یو بله مختلف وو؛ او داسې نه مالومیږي چې یوه ډلې دې یاد شوي دواړه بریدونه تنظیم کړي وي.

د ځانمرګي حملې څخه ژوندی وتلی پولیس مشر راو انور وایي په هغه ناقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان پاکستان برید کړی دی ـ

((استخباراتي ادارو مالومه کړې وه چې هغوی (تحریک طالبان پاکستان) د ځینو کسانو د وژلو پروګرام جوړ کړی دی هغو کسانو کې یو زما نوم ووـ د چودري اسلم، د رېنجرځواک د ځینو افسرانو او ژغورنې د ادارې د مشر عبدالستار ایدي نومونه هم په کې وو. پر موږ د حملې وجه دا ده چې دوي په سهراب ګوټ او نورو سېمو کې له ځینو خلکو کلنګونه اخلي، د بدماشانو ډلې یې جوړې کړي، زه او زما ملګري د دوی پر ضد عملیات کوو او د دي مخه نیسو ځکه موږ دوی ته صحیح نه ښکارو.))

تر ځانمرګې حملې وروسته منظر
تر ځانمرګې حملې وروسته منظر
څېړونکي وایي، په خیبر پښتونخوا کې هم پولیس د ناقانونه ګرځول شوو ډلو لخوا په نښه کېږي خو په کراچۍ کې بیا یو شمېر ډلې دي چې پولیس یې پر ضد لګیا دي عملیات کوي.

د انتظامي چارو کارپوه شمیم الرحمان وایي، په کراچۍ کې موجودې وسله واله ډلې پولیسو ته خپل زور او ویره ښودل غواړي ـ


((په ۹۰ز لسیزه کې چې په کراچۍ کې کوم اپریشن شوی وو، موږ ګورو چې په هغې کې برخه اخیستونکي زیاتره افسران وژل شويدي او اوسنۍ حملې هم پر هغو افسرانو کېږي چې په یاد شوي اپرېشن کې مخې، مخې ته وو. له دې علاوه کلنګ اخيستونکي، په ژبني او فرقه يیزو نښتو کې ککړې ډلې او پخپله په امنیتي ادارو کې شامل ځینې عناصر د دې ډول حملو لاملونه دي.))


د هغه په خبره، د کراچۍ د پولیسو مورال وار له مخه کمزوری وو، او دا ډول حملې به د دوي مورال نور هم ښکته کړي، د شمیم الرحمان په وینا، په پولیسو د اپرېل پر پینځمه تر سره شوې دواړه حملې په کراچۍ کې د تشدد د روانو پېښو سره تړاو لري.


په کراچۍ کې له دې مخکې هم پر پولیس سرتېرو بریدونه شوي دي.

د ۲۰۱۱ز کال د ستمبر په میاشت کې د سي آی ډي پولیسو مشر چودري اسلم پر کور حمله شوې وه، تر هغې مخکې د سي آی ډي پر مرکز هم ځانمرګې حملې پولیس سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه ـ

له دې علاوه په کراچۍ کې له شیعه او سني مسلکونو سره پر تعلق لرونکو مذهبي مشرانو او وکیلانو وخت په وخت حملی شوي دي.

په کراچۍ کې هدفي وژنې هم کېږي
په کراچۍ کې هدفي وژنې هم کېږي
دا چې آیا وسله والې ډلې کراچۍ کې د پخوا په پرتله ډېرې ځواکمنې شوي دي؟ او چې کله هم وغواړي خپل هدف په نښه کولی شي؟

په دې باب پولیس مشر راو انور وایي:

((هغوی په کراچۍ کې د خپل شتون د څرګندولو په موخه داسې حملي کوي، هغوی په داسې حملو ترسره کولو موږ ته دا ښودل غواړي چې کوم پولیس سرتېري د هغوي پر ضد عملیات کوي نو هغوی به له دې ډول حملو سره مخامخېږي . خو دوی ته غلطه لارښوونه شوې ده ـ د دې مطلب دا نه دی چې هغوی ځواکمن شوي دي ـ د پولیسو مورال لوړ دی ـ مخکې مو هم د هغوی په ضد عملیات کول او دا عملیات به جاري ساتو .))

په کراچۍ کې د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته ۱۵ ځانمرګې حملې شوې دي چې په کې زیاتره حملې پر پولیسو او د نورو امنیتي ادارو پر کار کوونکو شوې دي.
XS
SM
MD
LG