د لاسرسي ځای

تازه خبر

'زموږ او د پاکستان راتلونکې سره تړلې ده'



هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي، د دې هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تامس نایډز په اسلام اباد کې د پاکستان د مالیې له وزیر عبدالحفیظ شیخ سره لیدلي دي.

د اپرېل په څلورمه د لیدو پر مهال، نایډز د دواړو هیوادونو تر منځ د خبرو اترو د لړۍ په پیلېدو د خوشالۍ څرګندونه کړې ده.

ده ډاډ ښودلی چې حکومت یې له پاکستان سره همکارۍ زیاتولو او اړیکو ټینګولو ته ژمن دی.

نوموړي تېره اوونۍ د جنوبي کوریا په پلازمېنه سول کې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما او د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني تر منځ د شوې لیدنې په یادولو، یو ځل بیا د خپل حکومت دا باور په ډاګه کړ چې دواړه هیوادونه کولای شي، د دوه اړخیزه احترام او توازن پر اساس جوړ یو تعلق، چې د امریکا ګټې هم په کې په پام کې نیول شوې وي، ولري.

نایډز همدا راز زیاته کړه، امریکا د پاکستان په پارلېمان کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د څرنګوالي په اړه پیل شوي بحث ته په ښه نظر ګوري.

په دې وروستیو کې د امریکا و پاکستان اړیکي د یو شمېر پېښو له کبله زښت ترینګل شول او بیا د پاکستان حکومت، د دې هیواد د پارلېمان یوې ځانګړې کمېټۍ ته، د دې اړیکو د بیا کتنې دنده وسپارله.

کمېټۍ تېره میاشت یو لړ سپارښتنې د حکومت مخې ته کېښودې چې په کې په مومندو کې د سلالې پر پوستې د هوايي برید لپاره رسمي بښنه، او په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ودرولو غوښتنې شاملې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، د امریکا و پاکستان په اړیکو کې پر راغلي کړکېچ سر بېره، يادو دواړو وزيرانو په خپلو خبرو کې تر دا منځ د اقتصادي همکارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ.

نایډز وویل، د دواړو هيوادونو راتلونکې يو له بل سره تړلې دي او دا چې ((موږ ته په ګډه بلها کار را تر غاړې دی.))

نوموړي د کيري لوګر بل په ترڅ کې د پاکستان له پاره د منظور شوي امريکايي امداد په اړه د خپل حکومت د همکارۍ ژمنه وکړه.

د امريکا د مرستيال خارجه وزير په خبره له ۲۰۰۹ م کال راهيسې د ده هيواد له پاکستان سره په ملکي برخه کې د څه د باندې ۲،۶ اربه ډالره په اندازه مرستې کړي چې په کې ۸۰۰ میلیونه ډالره هغه هم شامل دي چې د پاکستان سيلاوونو او جګړو ځپلو خلکو ته يې د بېړني امداد په توګه رسولې دي.

د ښاغلي نايډز په په اړه شوي، د پاکستان د ماليې له وزير سره يې په ليدنه کې د دې هيواد د توانايۍ په سيکتور کې په راغلي بحران هم خبرې وکړې او ادعا يې وکړه چې د امريکايي مرستو په نتيجه کې پاکستان وکولی شول د ۴۰۰ ميګاواټو د اضافي برېښنا د پيدا کولو ظرفييت تر لاسه کړي- نوموړي په عين وخت کې د ۲۰۱۳ م کال تر پايه د نورو ۹۰۰ ميګاواټو د برېښنا د جوړولو د امريکا او پاکستان د شريک هدف يادونه هم وکړه چې و يې وييل په ترڅ کې به يې د شاوخوا ۱۰ ميليينه پاکستانيانو د برېښنا اړتياوي پوره شي.

د امريکا د خارجه وزارت خبر پاڼه همداراز زياتوي تامس نايډز د اسلام اباد له چارواکو سره په خبرو کې د لوړو زده کړو له پاره د امريکايي پروګرام فل براييټ په ترڅ کې د پاکستاني طالب علمانو د امريکا تعليمي ادارو ته د استولو د خپل حکومت د هڅو د دوام پخلی وکړ، چې د نوموړي په خبره د دواړو هيوادو تر منځ د اوږدې مودې د ملګرتيا او باور د پر ځای کولو په لړ کې به ګټور ثابت شي.
XS
SM
MD
LG