د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټولنیزې ویب پاڼې او د افغانانو احتجاج


په کابل کې یو افغان د فېس بوک ویب پاڼه کاروي . د ۲۰۰۹م کال د جولايي ۳۰مه
په کابل کې یو افغان د فېس بوک ویب پاڼه کاروي . د ۲۰۰۹م کال د جولايي ۳۰مه
د ټائمز ورځپاڼي په کابل کي ليکوال جان ونډل په افغنستان کي د مذهبي نسخو د سوځولو او د اوولس افغان وګړو تر وژلو وروسته د انټرنيټ له لارې پر ټولنيزه ويب پاڼه فيس بک شوي ټول فعاليتونه څارلي او بيا يې له ځينو استعمالونکو سره خبري هم کړی دي.

رپورټ په افغانستان کي د موبائل فون له لارې د ټولنيزې ويب پاڼې پيوست د کاروباري پرمختګ د مشر جس کاليبي پيټرسن له خولې وايي چې په افغانستان کې دا وخت پنځوس فيصده خلک موبائل او له درو څخه تر څلور فيصد خلک انټر نيټ استعمالوي.

ليکوال وايي چې د مارچ پر يوولسمه نېټه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د امريکايي عسکر له لاسه د اوولس افغان وګړو تر وژنه وروسته د زړه بګنونکو تصويرونو او پيغامونو له لارې احتجاج وشو.

دی د بېلګې په توګه د يو داسې تصوير حواله ورکوي چې يو طرف باندي د امريکايې ولسمشر باراک اوبامه او بل طرف ته په پنجوايي کې د وژل شوي ماشوم تصوير جوړ دی.

له دې تصوير سره د ماشوم لخوا باراک اوبامه ته يو بل چا لیکلي چې تاسو اسامه وواژی ، ملاعمر موله توره لسټه و اېستی، له طالبانو سره مو خبرې پيل کړې او بګرام مو و سپاری خو راته وواياست چې زما ګناه څه وه. ستاسو ټوله امريکا زما د وژل شوې کورنۍ نقصان نه شي پوره کولای ، ستاسو د تهذيب ، جمهوريت او بشري حقونو ډيره مننه چې ماته مو دا سوغات راکړ.

د ليکوال په وينا اته سوه پنځه اتيا کسانو دغه خبره خوښه کړې ده ، پنځه سوه لس کسانو له نورو خلکو سره دا شريکه کړې ده او درې سوه څلويښت کسانو ورباندي خپل نظرونه ورکړي دي.

ليکوال د افغانستان د يو ګرافک ډيزائنر له خولې وايي چې دا د احتجاج کولو يوه نوې طريقه ده. د عرب پاڅون په شان افغانان هم د ټولنيزو رسنیو له لارې خپل احتجاج کوي.


د ټائمز رپورټ وايي چې د پنجوايي د وژنو پر ضد چې د انټرنيت له لارې کوم احتجاج شوی دی هغه په افغانستان کې خلک پر دوو نظرونو وېشلي ښکاره کوي.

د ليکوال په وينا د ټولنيزو رسنیو له لارې احتجاج هغو تعليم يافته او ښاري خلکو کړی دی چې انټرنيټ او معلوماتو ته لاس رسی لري.

افغان ګرافک ډيزائنر ټائمز ورځپاڼې ته ويلي چې که يو طرف ته د ټولنیزو رسنیو استعمال ښه دی خو بلې خواته د دې تاوانونه هم ډير دي.

د ده په وينا که و غواړې چې د ټولنيزو رسنیو له لارې پروپيګڼده وکړې نو ډير خلک به دا سوچ و نکړي چې آيا دا خبره رښتيا ده او که دروغ.

هم دغه کس وايي چې که چیرته طالبان بيرته په واک کې راشي نو دا انټرنيټ استعمالول به کيدای شي ډير مشکل شي ځکه دا به تر کنټرول لاندي راوستل شي.

هم دا شان يو افغان خبريال چې نوم یې نه دی ښودلی ، هم دا ويره لري چې که طالبان په واک کې راشي نو کيدای شي چې د ټولنيزو رسنیو استعمال کم شي.
XS
SM
MD
LG