د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ ( ا پریل دوېمه )


ژباړه :اسرار عالم مومند

د ورځپاڼې کرسچین ساینس مانيټر په يوه مقاله کې راغلي دي چې د اسامه بن لادن ديرش کلنه مېرمن عمل چې له يمن سره يې تعلق دی، په ايبټ اباد ښار کې د اسامه تر وژلل کېدو وروسته، د پاکستان په تحويل کې ده ، د پاکستان استخباراتي اداره ايي ايس ايي هڅه کوي چې په دوه زره پنځم کال کې دغه هېواد ته د اسامه د ورتګ مقدمه په ډاګه کړي.

ښکاري داسې چې د اسامه بن لادن په اړه تر دې دمه مهم معلومات د هغه مېرمن ورکړي ، په کال دوه زره يو کې چې د کله نه اساما د توره بوره غر ونو څخه تښتېدلېی و، د هغه وخت راهيسې د هغه مېرمن عمل د هغه سره وه او يو ځای يې ورسره سفر کړی و.

د توره بوره څخه د اسامه د تښتېدو وروسته ژوند په اړه معلومات د پاکستان ډان ورځپاڼې خپاره کړي وو ،خو پوښتنه دا راپورته کيږي چې اسامه د دومره اوږدې مودې لپاره څنګه په پاکستان کې پټ پاتې شوی و، او په اړه يي هېچاته څه معلومات نه وو؟ با و جود دې چې نړيواله ټولنه د هغه په لټون کې وه .

يو مشر امريکايي چارواکي چې د اسامه له کور څخه ترلاسه شوو دستاويزاتو په اړه معلو مات لري وايي هيڅ داسې ثبوت نشته چې وښايي، د پاکستان چارواکي په دغه هېواد کې د اسامه له موجودګۍ څخه خبر وو ، نوموړی زياتوي، هغوي په دې لړ کې نور هيڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د اسامه مېرمن عمل وايي هغې ته د خپل کور په اړه يواځې دومره مالومات دي چې د دوی کور د هري پور په سېمه کې و، دوه چته وو، او تهخانه يي هم لرله.

مقاله ليکونکی وايي ښکاري داسې چې اسامه دغه کور کې اوسېدو او د ايبټ اباد کور جوړيدو ته يي انتظار کولو.

بل پلو پراجکټ سنډيکېت ويبپاڼې يوه مقاله خپره کړې چې په دوه زره څوارلسم کال ټاکل شوې چې نړيوال ځواکونه به د افغانستان د امنيت چارې د دغه هېواد امنيتي سرتېرو ته وسپاري خو دا پرو سه له چیلنجونو خالي نه ده ، همداراز په دې کې هيڅ شک نشته چې دا پرو سه به لږ ه يا ډيره د ټاکل شوي پلان مطابق سر ته ونه رسيږي.

ليکوال وايي د هغه په فکر د افغانستان لپاره په دوه زره څوارلسم کال کې تر ټولو لوی چیلنج صدارتي انتخابات دي چې په کې به نوی ولسمشر ټاکل کيږي ، د افغانستان حکومتي نظام چېرته چې د ايني او روايتي طاقت مرکز اولسمشر وي،نو د دغه هېواد مستقبل به د نوي اولسمشر په ټاکنه کې وي.

ليکوال زياتوي، په داسې حال کې چې په دوه زره څورلسم کال کې به په افغانستان کې د طالبانو د مستقبل په اړه لانجه راوانه وي نو په دغه وخت کې د واک تر لاسه کولو لپاره ممکنه ځغل افغانستان بيا د خانه جنګۍ پلور بوتلی شي، خو ليکوال وايي چې دا خبره هم نظر انداز کول نه دي پکار چې دغه حالات به پاکستان هم له خطرو سره مخ کړي او دارنګ مونږ لره د نولس سوه اتيايم کال څخه سبق ترلاسه کول پکار دي ، د شوروي جګړې وروسته د افغانستان حالاتو ته پام لرنه ونه شوه چې له وجې يي لوی تاوان ادا کړی شو.
XS
SM
MD
LG