د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د پت په نوم یوه ښځه ووژل شوه


په زندان کې بندي یوه افغانه ښځه
په زندان کې بندي یوه افغانه ښځه

لمر نیازی

ګردېز - په پکتيا ولايت کې وړمه ورځ يوه ښځه د قومي پرېکړې له مخې د خپلې کورنۍ د دوو سړیو لخوا په دې تور قتل شوه چې ويل کېږي له کوم بل سړي سره يې ناروا اړيکي درلودل.

د پېښې د ځای په اړه امنتيي مسوولين او خلک وايي چې پېښه د شواک ولسوالۍ په شبک خېلو سيمه کې رامنځته شوې.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل مشال راډيو ته د پېښې تاييد وکړ او زياته يې کړه چې د دوی د لومړنيو معلوماتو له مخې پر دغه ښځه او يو بل نارينه د نامشروع اړيکو تور و چې په پايله کې يې ښځه ووژل شوه خو بل تورن کس لا د وخته فرار کړی.

هغه زياته کړه چې دغه پرېکړه د يوې قومي جرګې لخوا شوې وه چې دواړه به وژل کېږي، خو زياتوي چې پرېکړه پر ښځه عملي شوه او په دې قضيه کې د ښځې وروڼه لاس لري
امنيه قوماندان اورياخېل زياتوي چې د دغې قضيې د جنايي اړخ په څېړنه لګيا دي څو د قتل په اړه نور معلومات تر لاسه کړي.

هغه وړاندې وويل چې تر دې دمه يې د پېښې په تړاو دوه تنه نيولي او هغه هم د مقتولې ښځې وروڼه دي چې دا مهال په امنيه قوماندان کې ترې پلټنې پيل شوې دي.
په جنوب ختيځ زون کې د بشر حقونو خپلواک کميسيون هم دغه پېښه په کلکه غندلې او دغه اداره له حکومتي ارګانونو غواړي چې دا وروستۍ پېښه په پوره ډول وڅېړي، د پېښې عاملين تشخيص او په جزا ورسوي.

دغې ادارې وار دمخه تېر ۱۳۹۰ لمريز کال د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي ډک کال بللی او په دې اړه يې اندېښنه ښودلې وه.

د ياد کميسيون د ښځو د څانګې مسووله آغلې زرمينې شمس د دې وروستۍ پېښې په اړه وايي: (( موږ دغه پېښه په کلکه غندو، دا ځل بايد دا پېښه جدي وڅېړل شي او عاملينو ته يې سزا ورکړل شي، ځکه موږ ډېر کله ګورو چې په دې ډول مواردو کې عاملين نيول کېږي خو چې وروسته ګورو بيا له بنده ازاد وي او سرې سترګې ګرځي.))

هغې زياته کړه چې تېر کال يې د جنوب ختيځ زون په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴۷۵ قضيې ثبت کړې وې چې له دې ډلې څخه يې ۱۵ د قتل قضيې وې.

هغې زياته کړه: (( په پکتيا او دغه زون کې ورځې تر بلې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي په قضيو کې زياتوالی راځي، تېر کال ۱۵ قتل شوې وې او ۲۴ تنو نورو بيا پخپله ځانوژنه کړې وه. دا اکثره پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي. شايد پخوا کالونو کې به هم داسې ډېرې پېښې شوې وي، خو اوس د خلکو د عامه پوهاوي کچه ډېره شوې نو ځکه خلک خپل ډېر مسايل له حقوقي او بشري ادارو سره شريکوي. ))

ياده دې وي چې دا يوازنۍ مېرمنه نده چې د نوي کال په سپرلنيو ورځو کې پرې خزان راغی. بلکې په تېر کال کې يې هم ۱۵ تنه نورې خورلڼې په بېلابېلو بڼو وژل شوې وې.

له ډلې څخه يې د ځينوغاړې ور خپې کړی شوې وې، ځينې په مرمو ويشتل شوې وې او يوه هم داسې مېرمنه وه چې د خسر په کور کې يې له تاوده تناره ګرمې ډوډۍ را اېستې، خو د خسرګنۍ يوه نارينه يې پر تناره سور شوی سيخ له سينې ويوست او پخې شوې ډوډۍ يې پر وينو نورې هم سرې شوې.
XS
SM
MD
LG