د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (۳۱ مارچ)



ژباړه: حسیبه شهید

وال ستریت ژورنال
وال ستریت ژورنال د یو امریکایی لوړ پوړي پوځي افسر له خولې لیکي چې ، د پاکستان او امریکا اړیکې مخ په ښه کیدو دي ، ده هیله څرګنده کړې چې د مې د میاشتې ترنیمایی پورې به ددواړو لورو ترمنځ د ناټو د کاروانونو پرمخ د لارې د بندیدو پرسره شخړې اوارې شي او لاره به پرانیستل شي.


وال ستریت ژورنال زیاتوي ، د امریکا د ګډو پوځونو مشر جنرال مارتین دیمسي په دې اړه چې ایا په اسلام اباد کې یی له خپلو پاکستاني سیالانو سره په خبرو کې په دې کومه موافقه کړې او که نه څه ونه ویل.
جنرال دیمسي ویلي، دې په پاکستان کې د پوځ له مشر جنرال کیاني سره د خبرو وروسته د کومې موافقی د نه اعلانیدو له وجې حیرانه نه دې ځکه د پاکستان په شان هیواد کې هم پوځ د پالیسی په برخه کې پریکړې نه کوي.

وال ستریت ژورنال په واشنګتن کې د پوځي چارواکو له خولې لیکي، د ناټو د کاروانونو پرمخ د پاکستان لارې بندونولو، په افغانستان کې د ناټو پرعملیاتو کوم اغیز نه دې کړې ،ځکه چی نړیوالو ځواکونو د خپلو اکمالاتو لپاره د مرکزي اسیا لاره چې د افغانستان شمال سره ګډه پوله لري کارولې ده.

او بله خبره دا هم کیداې شي چې په افغانستان کې د ژمي پرمهال جګړې کمې وي .


خو چارواکي وایی چې د ناټو د سامانونو د رسد د لارې بندیدو فشار به په اړوي کې چې په افغانستان کې د جګړو موسم وي زیات شي . ځکه دا هغه وخت دې چې وسلوال په اسانه توګه له پولې هاخوا افغانستان ته اوړي او بریدونه کوي . او ناټو هم د خپلو عملیاتو لپاره په دغه وخت کې ډیرو اکمالاتو ته اړتیا پیدا کوي .

ډېلي ټیلېګراف

ډیلي تیلګراف بیا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته ددې هیواد پرحالاتو لیکنه کړې او لیکلي چې، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل حکومت پرطالبانو باندې د قابو موندولو لپاره ډیرو مالي اوپوځي مرستو ته اړتیا لري.

دیلی تیلیګراف لیکي،د اتلانتیک د دواړو خواوو سیاستوالو په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ترپایه د ناټو په مشرې د نړېوالو ځواکونو د عملیاتو د بندولو تکل کړې .خو په دې کې یوازنې ستونزه داده چې دې مسلې ته په ریښتني توګه تراوسه چا نه دي کتلي چې افغانان تراوسه

ورځپاڼه لیکي، که څه هم افغان ځواکونه ترپخوا ډیره وړتیا پیدا کړې خو لا اوس هم په پوځي عملیاتو کې تر ډیره حده پرلویدیځو ځواکونو په تیره بیا امریکایی او برتانیو ځواکونو اتکا کوي.

ډیلي ټیلګراف تبصره کوي چې ، که چیرې د ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان لپاره د لویدځوالو مرسته داسی وي لکه څرنګه چې د برتاینا ددفاع وزیر وایی ، نو د افغانستان پوځ به رانسکور شي.

لیکنه د استخباراتي چارواکو په حواله زیاتوي چې ،په سلګونو القاعده پلوي داوخت په ګاونډي پاکستان کې هغه وخت ته په تمه دي چې بهرنیان له افغانستان نه ووځي او دوې یووارې بیا هلته خپل روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG