د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا، پاکستان سره دفاعي اړیکي پیاوړي کول غواړي'


ریاض موسا خېل، مشال راډیو

اسلام اباد - د امریکا د مرکزي کمان مشر جنرال جېمز این میټیس او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي مشر جان ایلن د پاکستاني پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره لیدلي دي.

دواړو امریکايي پوځي مشرانو له کیاني سره په اسلام اباد کې ولیدل.

د قبایلي سیمې مومندو د سلاله پر پوستې تر برید وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان او امریکا لوړ پوړي پوځي مشران له یو بل سره ویني.

په اسلام اباد کې د امریکايي سفارت ویاند مارک سټرو په ملاقات کې د شویو خبرو اترو په اړه مشال راډیو ته وویل:

((په دې ملاقات کې د امنیتي وضعې پر معاملو سر بېره، د سرحدي رابطو پر مضبوطولو خبرې وشوې. جنرال جیمز میټیس د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه.))

د سټرو په خبره، جنرال میټیس وویل، امریکا له پاکستان سره خپل دفاعي اړیکي نور پیاوړي کول غواړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، او امریکايي ولسمشر باراک اوباما هم د جنوبي کوریا په پلازمېنه سول کې له یو بل سره لیدلي ول.

باراک اوباما له پاکستانه غوښتي ول چې له امریکا سره دې اړیکو ته له سره په کتنه کې، د ده د هیواد امنیت ته ور وړاندې ګواښونه هم په پام کې ونیسي.
XS
SM
MD
LG