د لاسرسي ځای

تازه خبر

که جاسوسي ادارې وغواړي،دبلوچستان شخړه حل کيږي




سرچینه : نیوز لاین مجله
لیکوال : عامر متین
ژباړه : مشال راډیو

په نيوز لاین مجله کې ليکوال عامر متين د بلوچستان د حالاتو د پوره تصوير ورکولو لپاره په هغو ټولو خبرو رڼا اچوي چې ددې صوبې د خرابو حالاتو سوب ګرزېدلي دي.

په دې کي د جاسوسي ادارو څخه را نيولې بيا د فرنټیرکور، پوليسو، ليويز، مالي غلا غولطيو، قاچاق، کمزوری صوبايې حکومت او د بهرنيو هيوادونو هلته پرتې ګټي څېړل شوي دي.

عامر متين وايي، د بلوچستان مسئله ډېره پېچلې ده او حل يې ددې صوبې په سياست، انتظاميه او ټولنه کي د بدلون لپاره اوږد مهاله او لنډ مهاله ګامونو اخېستلوکې نغښتی دی.

خونوموړی په دې ګامونو کي لوی خنډ د پوځ او جاسوسي ادارو ذهنيت بولي. دده په وينا د نورو صوبو په مقابله کي د جاسوسي ادارو شتون په بلوچستان کي زيات ښکاري، خو کله چې ورځيني پوښتنه وشي نو جاسوسي ادارې دا خبره نه مني چې ګواکې په تښتونو کي دوی لاس لري.

خو کله چې د جاسوسي ادارو له چارواکو سره د پردې شاته خبرې وشي نو دوی د صوبې د امن و امان په قابو کولو کي خپل کردار مني.

ليکوال بله مسئله د بلوچستان فرنټير کور بولي چې دده په وينا د بلوچستان ټول واک يې په خپل لاس کی اخېستی دۍ.

دده په وینا پوليس، فرنټير کور ته يو ډول تسليم شوی دی. دی تور لګوي چې عین د فرنټير کور چارواکي د تيلو په سمګلنګ کې لاس درلودل هم مني. دا شان ورباندې د سامانونو، ګاډو ، منشیاتو او وسلو د قاچاق تور هم لګيږي.

ليکوال عامر متين د بلوچستان وزيراعلی نواب اسلم رئيساني هم ذمه واره ګڼي چې دده په وينا د خپلو دښمن قبيلو پر ضد حکومتي واک استعمالوي. د ليکوال په نظر کي کرپشن هم يوه لويه مسئله ده.

عامر متين بيا په بلوچستان کي د پښتنو حالات هم ښه نه بولي، چې دده په وينا د لومړي ځل لپاره د صوبې لويې چوکۍ لکه وزیراعلی، د اسمبلۍ سپيکر، چيف سيکريټري او د پوليسو مشر دا ټول پښتانه نه دي.


دده په خبره بلوچستان کې پښتانه نيم په نيمه نفوس لري، همداوجه ده چې د واک ، وسایلو او خاورې پر سر د پښتنو او بلوڅو ترمينځ يو غير محسوسه تاوتريخوالی موجود دی.

عامر متين د بلوچستان د حالاتو د نور واضحه کولو لپاره په دې کي د بهرنيو هيوادونو د ګټو ذکر هم کوي. دده په وينا چين په ګوادر بندر کي سرمايه کاري کوي او ايرانيان بيا د پایپ لاین غزولو دلچسپی لري. دا شان افغان کډوال هم دلته خپل يو شتون لري.

نو ددې تصوير د واضحه کولو وروسته ليکوال د بلوچستان جګړې ته نه ختميدونکې جګړه وايي، چې حل يې دده په نظر کي په سياست، انتظاميه او ټولنه کي د بدلون لپاره مهم ګامونه اخېستل دي او ورسره د پوځ او جاسوسي ادارو په ذهنيت کي بدلون او د فرنټيئر کورد انتظامي واک صوبې سپارل هم د مسئلې یو حل بولي.
XS
SM
MD
LG