د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې ناټو ته د رسد لاره پرانیزي. جمالدیني


د بلوچستان نشنل پارټۍ یو مرکزي مشر ډاکټر جهانزیب جمالدیني
د بلوچستان نشنل پارټۍ یو مرکزي مشر ډاکټر جهانزیب جمالدیني


نیاز موسی خیل - مشال راډيو

کوټه:- په بلوچستان کي بلوڅ ملت پاله ګوند،بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل) وایي، د نېټو د رسد لاره دې د انساني همدردۍ پر بنیاد بیراته پرانیستل شي .


د بي،اېن،پي مېنګل ډلې مرکزي مشر ډاکټر جهانزېب جمالدیني مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې له نړیوال طاقتونو سره د لاس وګریوان عمل پایلې به له خطرونو ډکې وي،ځکه دوﺉ غوښتنه کوي چې دغه ستونزه دې ژر تر ژره هواره شي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ډاکټر جهانزېب جمالدیني زیاته کړه ٫٫په غه کارو سره موږ یوازي د نړیوالو مخالفت او دوښمنۍ ته لاره هواروو.نن چې د پاکستان کوم حالات دي،په دغه حالاتو کې موږ د دوښمنیو او مخالفتونو تاب نه شو راوړی.که موږ دغه رنګه سختې لارې ټاکو او دغه شان بې ځایه سخت دریزونه خپلوو،نو تاوان به د نورو نه،بلکه د دغه پاکستان او د پاکستان د خلکو کیږي.٬٬

ډاکټرجهانزېب جمالدیني وايي،حکومت په پټه ښه غواړي چې د نېټو د رسد لاره دي خلاسه کړي،خو په خوله یې نه شي ویلی ٫٫کله له سیاسي ګوندونو او کله له نورو سره حال ونیسي او دغه رنګه دوﺉ په یوه نه یوه طریقه او یوه نه یوه پلمه غواړي چې دغه لار خلاسه کړي.وجه یې دا ده چې دوﺉ به هیڅ کله هم د دغه مخالفت بار تر سره نه ورسوي.نو له دغې وجې موږ هم دغه وایو چې د انسانیت پر بنیاد که د چا ضروریات پوره کیږي،نو څه بده به نه وي.٬٬

د پاکستان بهرنۍ چارو وزیرې،حینا رباني کر یو څو ورځې مخکې د پاکستان جیو ټي وي سره د خبرو پر مهال ویلي چې د نېټو د رسد لارې ستونزه به د څه خاص کس په خوله نه بلکې د پارلیمان تر پریکړې لاندې هواروي. خو په پاکستان کې زیاتره څیړونکې فکر کوي چې حکومت د یاد شوې لارې خلاسولو لپاره په ژورو سیاسي هلو ځلو بوخت دی.

یاده دي وي،د تېر ۲۰۱۱م د نومبر په میاشت کې د پاکستان د مومندو په سیمه کې د چارواکیو په وېنا،د امریکایي ځواکونو له اړخه پر پاکستاني پوځ له مرګوني برید وروسته،پاکستان د نورو ګامونو تر څنګ،د نېټو اکمالاتي موټرو د رسد لاره وتړله چې لا هم تړلې پاتې ده.
XS
SM
MD
LG