د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزت الله ځواب دمشاعرو مالګه ګڼل کیږي


عزت الله ځواب
عزت الله ځواب



عزت الله ځواب دپښتو ژبې خوږ ژبی شاعر، لیکوال ، ژباړن اوخبریال دی. نوموړی په نولس سوه اته اویایم کال کې دافغانستان دننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په روغانو کلي کې زېږیدلی دی.


نوموړي لوړې ذدکړې دانجینیرۍ په څانګه کې کړي او دننګرهار پوهنتون نه یې په دې څانګه کې ډګري ترلاسه کړې ده.

خو دده په وینا نن سبا دانجینیرۍ نه زیات په کولتوري کارونو کې بوخت دی . نوموړی دافغانستان د معارف وزارت سره د یو ژباړن په حیث وظیفه لري او ترڅنګ یې په جلال اباد کې د ګودر په نوم یو کتاب پلورنځی هم جوړ کړی دی.

دنوموړي په وینا دګودرکتاب پلورنځي د لارې یې د بیلا بیلو لیکوالو یوسل اوشل عنوانه کتابونه چاپ کړي، همدارنګه عزت الله ځواب دمینې په نوم یوه مجله هم لري چې تراوسه یې پنځوس ګڼې د مینه والو لاسونو ته رسیدلي دي.

مینه دافغانستان د اوس مهالو مجلو په منځ کې د پام وړ ځای لري او په هرو دوو میاشتو کې دپنځو زرو په تعداد کې چاپ کیږي.

عزت الله ځواب د مشاعرو مالګه ګڼل کیږي او په خپل زړه راښکونکي انداز لمن لمن داد د خلکو نه وصولوي.

دنوموړي په شاعرۍ کې شوخ رنګونه ، مینه او مستي احساسیږي او دهر عمر خلک یې دشعر مینه وال دي خو دځوانانو مینه ورسره تر هرچا زیاته ده.

داخوږ ژبی شاعر نن د مشال راډیو د تاترې خپرونې میلمه دی نو د نن تاتره د عزت الله ځواب په نوم.



تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG