د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان پوځ ځان مقدسه غوا ګڼي"


سرچينه : فرایډی ټایمز
لیکوال : نجم سیټي
ژباړن: نجیب عامر

په فرایډې ټایمز مجله کې لیکوال نجم سیټي لیکي چې دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني پر پوځ او استخباراتي ادارې دټولنې او حکومت له خوا دشویو تنقیدونو غندنه کړې ده. نوموړي ویلي دپاکستان پوځ او استخبارات په سیاسي چارو کې مداخلت نه کوي او نه یې هم په بلوچستان کې کوم ناوړه رول لوبولی دی.


نوموړي همدارنګه ویلي چې قومي ادارې شپه په شپه نه جوړیږي، ددې په جوړیدو کې ډېرې ستونزې مخې ته راغلي او څوک هم باید ددې د کمزوري کولو هڅه ونه کړي. داشفاق کیاني په وینا د نړۍ په یو هیواد کې هم استخباراتي تنظیمونه داسې تر پوښتنې لاندې نه دي راغلي او نه هم بدنامه کړای شوي دي لکه پاکستان کې چې کیږي.

اشفاق کیاني نیوکه کونکو ته ویلي چې پوځ او استخباراتو ته دې په خپل چوکاټ او دایره کې د کارکولو اجازه ورکړي او دهغوی په لاره کې دې خنډونه نه اچوي.

په فرایډی ټایمز کې نجم سیټي د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي چودري افتخار محمد هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې د ورکو کسانو او مهران ګیټ په کیسونو کې یې پوځ او استخباراتو ته ګوت څنډنه کړې وه چې دخپلو مغزو نه دا خبره لرې کړئ چې تاسو غوره او د هیواد نور اوسیدونکي ناغوره کسان دي. تاسو ته چا اجازه درکړې چې خلک وداړئ ؟ نوموړي پوځ او استخباراتو ته ویلي تاسو په هیواد کې دخلکو د ترۍ تم کولو او دهغوی د ترورور کولو مسوول یئ.

نجم سیټي وايي ددغو سختو نیوکو په ځواب کې دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق کیاني ویلي، زه حیران یم چې دامریکا او د هندوستان د استخباراتي ادارو ( ای ای ) او ( را )خلاف دهغوی په هیوادونو کې دا ډول بیانونه څوک ولې نه ورکوي؟ دښاغلي سیټي په وینا ددې پوښتنې ځواب اسانه دی، په نورو هیوادونو کې کیسه دپاکستان په شان نه ده ، هلته دا ډول ادارې د ولسي ادارو په واک کې وي، او جمهوري حکومت ته جواب ده وي، هلته په قومي ګټو او داستخباراتي ادارو په ګټو کې توپیر موجود نه وي.

نجم سیټي وايي دپاکستان پوځ ځان خلکو ته د مقدسې غوا په بڼه وړاندې کړی چې دقانون او ايين دپاسه پښې ږدي او دې هرڅه ته د قومي سلامتۍ نوم ورکوي. نوموړی وايي دپاکستان پوځ تل د دوو سرچینو نه مرسته اخیستې یو د ملایانو نه او بل د امریکا نه. ملایان په قانون جوړولو او امریکا په مالي توګه دوی سره مرسته کړېده. خو اوس پاکستانیان ددې تصور نه ازاده شوي چې ملایان دې د ښه حکومت دارۍ لپاره قانوني مرسته وکړي او یا دې هم امریکا داقتصادي پرمختګونو لپاره کومک وکړي.

نوموړی وايي په دې دي څوک نه حیرانیږي چې ولسي تنقید کونکي پر پوځ او استخباراتو نیوکه کوي، ځکه دوی لیدلي چې په تېرو لسو کلونو کې پوځ دملک دوه لوی ګوندونه دهیواد نه لرې ساتلي وو. په بلوچستان کې اور بل کړای شوی و، د جرنیلانو له خوا قاضیان شړل شوي وو، پاکستان د ډالرو په مقابل کې پر امریکایانو خرڅ کړای شوی و او په افغانستان کې مداخله کېده. د نجم سیټي په وینا که اشفاق کیاني دا ګڼي چې پوځ او استخبارات په خپله رویه کې بدلون نه شي راوستلی نو دې ته دې تیار واوسي چې په راتلونکی وخت کې به پر دوی تر دې هم زیاتې نیوکې کیږي.
XS
SM
MD
LG