د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي امریکا باید د خبرو لپاره باور جوړ کړي


د رویټرز خبري اژانس د يو رپورټ له مخې افغان طالبانو له هغې وروسته له امريکايانو سره د سولې خبرې ودرولي چې دوی تور لګوي امريکایې چارواکو خپله هغه ژمنه نه ده پوره کړې چې له مخې به یې د ګونتانامو زندان څخه پنځه بندي طالب مشران قطر حکومت ته وسپارل شي.

له رویټرز خبري اژانس سره په يو مرکه کې د افغان طالبانو يو پخواني قومندان ويلي چې طالبان به اخر يو ځل له امريکا سره خبرې شورو کوي خو دا هر څه په دې پورې اړه لري چې سپينه ماڼۍ څنګه د هغوی اعتماد بحاله وي ځکه چې د يو شمېر پيښو او په خاصه توګه د يو امريکایې پوځي لخوا د۱۶ افغان وګړو وژنې سره د هغوی باور ته لوب زيان رسېدلی دی.

سيد محمد اکبر اغا چې د طالبانو د يو پخواني مشر او د طالبانو لخوا د خبرو اترو د یو مرکزي استازي رشته دار دی وايي هغوی خبرې شلولې نه بلکې ځنډولې دي. دی زياتوي طالبان ، افغان حکومت او بهرنيان ټول په دې پوه دي چې د افغانستان دا مسله د خبرو بغېر نه شي حل کېدائ.

له طالبانو سره لومړی پټې خبرې په ۲۰۱۲ م کال په جرمني او عرب هېوادونو کې شورو شوې وې او تېر کال پکې هغه وخت پرمختګ وشو کله چې دواړې خواوې په قطر کې د طالبانو لپاره د يو دفتر په پرانستلو سلا شولو. په دې کې دا وړنديز هم شوی چې له ګونتانامو زندان څخه به پنځه بندي طالب مشران قطر حکومت ته وسپارل شي. د طالبانو قومندان اغا وایې چې دوی د دې پنځه واړو قېديانو خوشې کولو لوظنامې ته نږدي وو خو له بده مرغه داسې فضا جوړه شوه چې له وجې یې بې اعتمادي رامنځ ته شوه. محمد اکبر اغا زياتوي امريکايان د دوی د مشرانو په خوشې کولو کې له دوی سره چل ول کوي. کله وایي چې نن به یې خوشي کړي کله وایي روانه اونۍ او دارنګ وار په وار خپل موقف بدلوي بلخوا د امريکا د کانګرس غړي په دې فکرمند دي که چرې دوی دغه طالب مشران خوشي کړي نو کېدای شي چې دوی بيا د ياغيتوب په پياوړتيا کې برخه واخلي.

د طالبانو پخوانی قومندان محمد اکبر اغا وایي له امريکايانو سره به د خبرو په روان پړاؤ کې په دې اړه خبرې کيږي چې په سيمه يزه توګه د ډزبندۍ لوظنامه لاس ليک شي چې دارنګ دواړو خواؤ ته اعتماد بحال شي. دی زياتوي چې دا خبره مالومه نه ده چې د طالبانو او امريکايانو په ذهنونو کې د امنيت د اخري خبرو په اړه څه دي او يا د طالبانو مشر ملا عمر به د افغانستان په راتلونکې کې څه رول لوبوي خو دا فیصله به افغانان کوي چې هغوی ملا عمر خپل مشر جوړوي او که نه غواړي چې ملا عمر له حامد کرزي سره يوځایې کار وکړي.

اغا زياتوي د افغانستان وګړي په دې ښه پوه دي چې هغوی د چا په مشرۍ کې د امن ژوند تېرولی شي.
XS
SM
MD
LG