د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ګڼ وسله وال نیول شوي او وژل شوي دي.


افغانستان: امنیتي ځواکونو د نیول شويو وسلو خوا ته ولاړ دي
افغانستان: امنیتي ځواکونو د نیول شويو وسلو خوا ته ولاړ دي

سید شاه سقیم – مشال راډيو

کندهار:- امنيتي چارواکي وايي په کندهار ښار او ورڅېرمه ولسواليو کې يې د پلټنو پر مهال په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې نيولې، اووه تنه مخالف وسله وال يې وژلي او تر شلو زيات يې ژوندي نيولي دي.

پوليس وايي د وسله والو د نيولو په موخه يې دغه عمليات په تېرو څو ورځو کې په کندهار ښار، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، خاکرېز او شاوليکوټ ولسواليو کې کړي دي.

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي چې په ترسره شويو عملياتو کې اوو تنه وسله وال وژلي او درويشت تنه نور يې ژوندي نيولي دي.

(( پېنځه نفره دښمن وژل شوي ، درويشت تنه ژوند نيول شوي دي. پېنځه نوي کړۍ ماينونه کشف او خنثى شوي دي. لس بوتله چاودېدونکي توکي دي، شل عدده فيوزونه دي، څلور فايره د راکټ اندازه مرمۍ ، دوه زره فايره د کلاشنکوف مرمۍ ، در دېرش صندوقه د پيکا مرمۍ او څلور د ټآنګ مرمۍ هم نيولې شوې دي ))

دى وايي په دې سربېره د وسله والو په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې هم د دوى لاس ته ورغلي

اطرافي وايي د ولايت په بېلابېلو برخو کې يې د پلټنو پر مهال سلګونه کېلو ګرامه نشيي توکي هم له څو تنو سره نيولي دي چې دا مهال د دوى په ولکه کې دي.

(( په جنايي پېښو کې پېنځلس تنه نيول شوي چې د ځينو دوسيې يې څارنوالۍ ته لېږلې شوي او په ځينو کار روان دى. درې سوه اته ويشت کيلو ګرامه تارياک ، يوولس پوړۍ د هېرويينو، او پېنځه شپيته کيلو ګرامه مورفين له پېنځو تنو سره نيول شوي دي ))

دوې ورځې وړاندې د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې هم سرحدي پوليسو د يوې کمين د نيولو په پايله کې پېنځه زره ماينونه او دوه زره کليو ګرامه چاودېدونکي توکي نيولي وو. لېږدونکي دوه تنه يې له پوليسو سره د جګړې پر مهال وژل شوي وو .
XS
SM
MD
LG