د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي عسکر به د ۱۷ افغان وګړو په وژنه تورنېږي


پر امريکايي پوځې رابرټ بېلز د ۱۷ افغان ولسي وګړو د ټولوژنې تور دی.
پر امريکايي پوځې رابرټ بېلز د ۱۷ افغان ولسي وګړو د ټولوژنې تور دی.
تمه ده چې نن د جمعې ورځ به امريکايي پوځې رابرټ بېلز د ۱۷ افغان ولسي وګړو په ټولوژنه تورن وګرځول شي. یو امریکايي چارواکي ويلي چې د بېلز پر وړاندې تورونو کې د مرګ هڅې او له خپلې دندې سرغړونه راځي.

پر بېلز تور دی چې د مارچ پر یولسمه نېټه په کندهار ولایت کې له خپله مرکزه وتلی وو او په خپلو ډزو یې نهه ماشومان او اته نور کسان وژلي وو او د ځینو مړي یې سېځلي وو.

په لومړي سرکې پر هغه تور وو چې ۱۶ تنه یې وژلي وو او دا لانه ده جوته چې څه ډول شمېره اوولس ته وخته. ۳۸ کالن بېلز دا مهال د امریکا د کانساس ایالت په د فورت لیوېنورت په پوځي زندان کې بندي دی.
XS
SM
MD
LG