د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرۍ ضد جګړې ګټې مو ګډې دي"


د امريکا خارجه وزيره هيلري کلنټن
د امريکا خارجه وزيره هيلري کلنټن
هارون باچا - مشال راډيو

پراګ:-په داسې حال کې چې ويیل کيږي د پاکستان د پارليماني کميشن له خوا له امريکا سره د اړيکو د پر ځای کولو په برخه کې وړاندې کړل شويو سپارښتنو د دواړو هيوادونو پيچلي روابط له نويو ننګونو سره مخ کړي، د امريکا خارجه وزيرې هيلري کلنټن ويلي حکومت يې له دغه هيواد سره د يو ريښتوني او مثبت تعلق لرلو ارزومند دی-

نوموړې چې د شورو په ورځ يې په واشنګټن کې له خپل افغان سيال ډاکټر زلمي رسول سره يوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې که څه هم د کميشن د سپارښتنو ځواب به د پاکستان د پارليمان د بحث تر بشپړيدو وروسته کوي، خو زياته يې کړه چې له دې هيواد سره پاييدونکو او د شريکو ګټو پر اساس ولاړو اړيکو ته ليواله دي-

(موږ غواړو چې له پاکستان سره ريښتونې، رغوونکې او د دوه اړخيزه ګټو پر اساس جوړ يو تعلق ولروو- زموږ په اړيکو کې راغليو د وروستيو لوړو ژورو سربيره موږ له پاکستان سره کار کولو ته ژمن پاته شوي يوو- موږ باوري يوو چې شريکې ګټې او شريک دښمنان لروو، او باوري يوو چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کول مهم دي، چې دغه راز هغه ياغيان له ماتې سره مخ کړوو چې نه یواځې د پاکستان دننه لسګونه زره خلک وژني او ټپيانوي بلکې له پولې اخوا په افغانستان کې د افغان ولس او بهرنیو سرتېرو د وژلو لپاره ډلې لېږي.)

راپورونه وايی د پاکستان پارليمان د تيرې نهې ورځې په غونډه کې له امريکا سره د دې هيواد د اړيکو د بيرته پر ځای کولو په لړ کې يو شمير سپارښتنې مخې ته کښيښودې- په دغو کې په مومندو د ناټو د تير کال نومبر د مياشتې د هوايي بريدونو له پاره، چې ۲۴ پاکستاني عسکر يې قربانيان شول، له پاکستانه د امريکا د غير مشروط بخښنې او د پاکستان په قباييلي سيمو د امريکايي ډرون بريدونو د ودرولو په څير شرطونه شامل دي-

د پارليمان کميټې همداراز ويلي چې که چيرې پاکستان په افغانستان کې ميشت د ايتلافي ځواکونو پر وړاندې خپلې تړلې لارې بيرته پرانيزي نو بايد چې په ناټو د وړل کيدونکيو سامانونو له پاره درنې مالييې ولګوي-

ميرمن کلنټن د پارليماني کميټې دې غوښتنې ته په اشارې چې وايي امريکا دې د پاکستان د سرحدونو احترام وکړي، وويل چې د امريکا حکومت دا خبره په ډاګه کړې چې د دې هيواد مځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درنښت لري- هغې زياته کړه چې حکومت يې په پاکستان کې د جمهوري ادارو پياوړتيا ته ډير ارزښت ورکوي چې په خبره يې د دې هيواد د جمهوري حکومت او جمهوري پارليمان له خوا له امريکا سره د اړيکو د څرنګوالي په باب جاج اخیستنه يو د پام وړ پرمختګ دی- د امريکا خارجه وزيرې له پاکستان سره د جمهورييت د ودې او پرمختيا په برخه کې د خپل حکومت د بشپړ ملاتړ ډاډ څرګند کړ چې و يې ويل،
(په پاکستان کې د جمهوريیت او پراختيا او دغه راز په سيمه کې د ثبات ملاتړ کول د پاکستان او افغانستان او هم د متحده ايالتونو په ګټه دي-)


د افغانستان د بهرنو چارو وزیر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنو چارو وزیر زلمی رسول
د واشنګټن خبري غونډې ته په خپلې وينا کې د افغانستان خارجه وزير ډاکټر زلمي رسول هم د سيمې د امن او سوکالۍ له پاره د ګډو هڅو په خبره ټينګار وکړ-

(متحده ايالات د افغانستان ملګری او ملاتړی هيواد دی او پاکستان يو ګاونډي، بلکه د يو ورور په صفت ګاونډي هيواد دی- لکه چې ميرمن کلنټن يادونه وکړه، په پای کې زموږ ګټې يو شان دي- يو سوله يیز، باثباته او جمهوري افغانستان، حتمي خبره ده چې د پاکستان په ګټه دی- همداراز يو بې ثباته پاکستان نه د افغانستان او نه هم د متحده ايالتونو په ګټه تماميږي- نو موږ بايد په ګډه کار وکړوو او په دې خبره پوه شوو چې زموږ دښمن شريک دی او دا چې موږ يو له بل سره تړلي يوو، داسې چې د يو هيواد خوشالي او سوکالي د بل هغه يو په ښيګړه راځي-)

په داسې حال کې چې راپورونه وايي امريکا ګڼي چې په افغانستان کې له طالب وسله والو سره د روغې جوړې په خبرو کې پاکستان ارزښتناکه کردار لوبولی شي، هيلري کلنټن د واشنګټن خبري غونډې ته وويل چې د افغانستان مسالې ته د يوه سياسي حل د ميندلو په خاطر يې له طالبانو سره د خبرو کولو انتخاب لا هم په پام کې نيولی دی- طالبانو دغه تيره اونۍ له امريکا سره د پيل کړيو خپلو خبرو د ځنډولو اعلان وکړ چې و يې وييل امريکايانو متضاد دریځ خپل کړی وو-
XS
SM
MD
LG