د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو ادیبانو تل انتهاپسندي غندلېده


د پښتنو ملي شاعر خوشال خټک
د پښتنو ملي شاعر خوشال خټک
ظفرکریمي - مشال ریډیو

کراچۍ :- شاعري چې په لفظونو کې د احساساتو د انځورولو هنر بلل کیږي،د یوې اندازې ترمخه نزدې د نړۍ په هره ژبه کې شاعري تخلیق کولی شي ـ هغه قامونه چې ژبه او کلتور لري شاعري به هم لري او شاعران هم ـ کراچۍ کې میشت د پښتو ژبې شاعر او کره کتونکې قېصر اپریدی وایي شاعري د یوې ټولنې د ماضي ،حال او راتلونکي عکس او اینه وي.

((شاعري د نورو هنرونو په شان یو هنر دی خو دا داسې هنر دی چې لیکلی شي ـ دې ته په دې بنیاد تخلیق ویل کیږي چې دې کې کردارونه پیدا کولی شي او ددې کردارونو په ذریعه زموږ په عملي ژوند کې چې څه پېښیږي ،څه پېښ شوي وي او څه پېښیدونکي وي دهغې یو تخلیقي عکس په شاعرۍ کې وړاندې کېږي ))

شاعره او افسانه لیکونکې پروین ملال بیا وایي شاعري د هغې الهام نوم دی چې په یو خاص حالت کې په انسان راوریږي او هنرمند هغه خیالات د فن په جامو رانغاړي
((
زما په نظر شاعري د یو احساس بیان دی ، دهغې احساس بیان دی چې په یو خاص حالت کې په انسان باندې راځي ـ په دې کې تخیل هم وي ،عاطفه هم پکې وي ،استعاره او تشبیهـ او ددې ټولو شیانو څخه شعر جوړ وي ))
قېصر اپریدي وایي د تېرو څو لسیزو راهسې د پښتنو په وطن روانو جګړو پښتو شاعري باندې هم اغیز کړی دی.

دی زیاتوي
((د تېرو پنځه دیرشو یا دیرشو کلنو راهیسې چې په پښتو کې کومه شاعري شوې ده د هغې زیاته برخه د جنګ په حقله خبرو باندې مشتمله ده ـ یعنې د مرګ ژوبلو ذکر پکې وي او یا هم د جنګ څخه پیدا شویو نتیجو سره تعلق لري نو ځکه موږ دا ویلی شو چې په یاده موده کې پښتو شاعري د جنګ څخه متاثره شوې ده ))

کره کتونکي وایي ښه ادب او ښه شاعري هغه وي چې د خپل وخت خرابۍ پکې غندل شوې وی او د امن او انسان دوستۍ درس پکې ورکړل شوی وي ـ شاعر او لیکوال ریاض تسنیم په دې حقله وایي چې پښتو شاعرۍ کې د کلاسیک نه نیولی تراوسه ښو شاعرانو ټولو مذهبونو او ټولو نظریو ته د قدر په سترګه کتلي دي ـ

((که د پښتو زوړ یا نوی ادب وګورو نو داسې شاعري به پکې ووینو چې د انسانیت سره د مېنې درس پکې وي د رحمان بابا یو مشهرو شعر دی چې دا د څلور واړه مذهبه سره یو دي
ما او تا پکې پیدا که اختلاف دغه وجه ده چې رحمان بابا ته شاعر انسانیت ویلی شي ـ هغه همیشه د قام پرستۍ او د خپلې ژبې او د انساناو د خېر ښېګړې سره سره دا خبرې هم په پام کې نیولي دي چې د یو انسان څخه دې بل انسان ته ګټه ورسي نه تاوان))

د ریاض تسنیم په خبره د بازید انصاري نه تر خوشال خټک او بیا تر اوسه پښتو قام پرست او ترقي پسند شاعرانو انتهاپسندي غندلې او ددې نظریې د خورولو پرچار یې کړی دی چې یو انسان دې بل ته د انسان په نظر ګوري .
XS
SM
MD
LG