د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی له امریکايي ماموریته ستومانه شوی دی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
ژباړه: اسرار عالم مومند

د ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يوه مقاله کې راغلي دي د لسيزو راهیسې امريکايي پوځيانو د ولسمشر حامد کرزي د دفاع لپاره جنګ کړې او ځانونه يي قربان کړي دي ، خو د تېر زيارت په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه وکړه چې دغه امريکايي پوځيان دې د ده لپاره نور جنګ نه کوي ، حامد کرزي په خپل يو بيان کې ويلي وو افغانستان اوس د دې جوګه دې چې په بشپړه توګه خپلې امنيتي ذمه وارۍ پرغاړه واخلي.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي دي د ولسمشر حامد کرزي لخوا دا څرګندونې د امريکا يي پوځ د کمزوريو له وجې رامخې ته شوي او دارنګ تېره اونۍ په يو امريکايي پوځي په کندهار ولايت کې د شپاړس افغان اولسي وګړو د وژنې تور ولګېدو .

مقاله ليکونکې وايي هغه په تېره مياشت کې د ولسمشر حامد کرزي د پخوانېو او موجوده سلا کارانو سره په دې اړه خبرې وکړې چې حامد کرزی په افغانستان کې د امريکا موجودګۍ ته په کوم نظر ګوري نو هغوي ورته وويل چې د ولسمشر حامد کرزي شخصي او سياسي فکرونه په بنيادي توګه د امريکا د نظر ضد شوي دي.

کرزی چې له کله نه په دويم ځل ولسمشر جوړ شوی نو نوموړی په دې عقيده دی چې د طالبانو پرضد د جنګ په لړ کې امريکايي پوځيان د حل پر ځای نورې ستونڅې پيٍدا کوي.

همداراز په يوه ويډيو کې د امريکايي پوځيانو لخوا د طالبانو د مړو بې حرمتي ښودل ، د اسلامۍ نسخو سوځول او په روستۍ کې د کندهار پيښه دا هغه ثبوتونه دې چې د حامد کرزي دا موقف يي لا نور قوي کړی چې د امريکا لخوا د اورپکيتوب ضد پالیسي ګټه وره نه ده.

حامد کرزی غوښتنه کوي چې د ناټو پوځيان دې له کليو او بانډو څخه ووځي ، دشپې پرمهال دې ځانګړي عمليات او په کورونو چاپې وهل ودروي او حراستي مرکزونه دې افغان حکومت ته حواله کړ ي.

مقاله کې وړاندې راغلي د امريکا او ولسمشر حامد کرزي ترمنځ اختلافات په دو زره نهم کال کې د حامد کرزي لخوا د دويم ځل لپاره د صدارتي کمپېن دوران لا زيات شو ، يو چاورکی وايي حامد کرزي تر دې حده پورې مطمن شوې وو چې امريکا د هغه پرضد د ولسمشرۍ انتخاباتو کې کمپين شورو کړی.

د ولسمشر ماڼۍ يو پخوانی چارواکې وايي حامد کرزي فیصله وکړه چې هغه به امريکايانو ته سخت وخت ورکوي او دارنګ هغوی پريکړه وکړه چې يو څو مسلې به راپورته کوي لکه د ولسي وګړو وژنه ، حراستي مرکزونه او د شپې پرمهال چاپې وهل.

څو موده وړاندې امريکايي چارواکو د ا خبره ومنله چې د پولې هغه غاړې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو پټن ځايونه دي ، ولسمشر کرزي او نور افغان حکومتي چارواکې هم په دې خبره مطمن شو خو چې کله امريکايي چارواکو د دغه پټن ځايونو د ختمولو او دا رنګ د تره ګرۍ د جرړو له مينځه وړلو لپاره د جنګ کولو څخه انکار وکړو نو د افغان ولسمشر په ګډون يو شمېر چارواکو په امريکا شک وکړو چې دوی د اوږده وخت لپاره په سيمه کې پاته کېدل غواړي.

په مقاله کې راغلي دي د حامد کرزي سلا کار وايي چې حامد کرزی يو نرم مزاج او امن خوښونکی انسان دی او د هغه په پوځي عملياتو کې هيڅ قسمه دلچسپي نه شته او دارنګ يوشمېر دمرګ د سزا ګانو پرېکړې د ولسمشر کرزي د لاس ليک انتظار کوي ، او تر دې پورې چې هغه د يو طالب د وژنې خبر هم نه اوريد ل غواړي او کېدای شي چې هغه دا سوچ کوي چې طالب هم يو افغان وګړی دی.

همداراز کله چې په دوه زره لسم کال کې د حامد کرزي څخه پوښتنه وشوه چې هغه د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ډرون بريدونو په اړه څه نظر لري نو هغه په ځواب کې وويل چې هغه ټوپکې او الوتکې نه خوښوي.

په مقاله کې راغلي دي د کلونو راهیسې افغانان حامد کرزي ته ورځي چې امريکايانو د هغوی بچيان وژني او دارنګ ذمه واري يي په کرزي اچوي.

دولسمشرد ماڼۍ يو چارواکی وايي کرزي دا مهال د خپلو خلکو او نړيوالې ټولنې ترمنخه ګېر دی خو افغان اولس دا خبره نه مني.
XS
SM
MD
LG