د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسي افغان وګړو وژونکی به ژر محاکمه شی.امریکا


امریکايي عسکر رابرټ بېلز د افغان ولسي وګړو په وژنه تورن دی
امریکايي عسکر رابرټ بېلز د افغان ولسي وګړو په وژنه تورن دی
هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن : راپورونه د امريکا د دفاع وزارت په حواله وايي په کندهار کې د ۱۶ تنو ولسي وګړو وژونکی امريکايي سرتيری سارجينټ رابرټ بيلز به په راتلونکيو څو ورځو کې د خپلو کړنو پر سر ژر په رسمي توګه تورن وګرځول شي-

د فرانسې خبري اژانس ليکي د امريکا د پوځي عدالتي نظام تر مخه، څارنوالان لومړی د ګرم ګرځول شوي یو عسکر ټول تورونه مسوده کوي او بيا يې د هغه د قوماندې مشر ته استوي- قوماندان بيا دا پريکړه کوي چې آيا له دغو اسنادو د مجرم سرتيري جرم ثابتيږي او که نه- که چيرې دی ووايي چې هو، جرم يې کړی دی، نو خبره رسمي دعوې تيارولو ته سمه شي-

اژانس د یوه امريکايي پوځي چارواکي له خولې، چې نوم يې نه دی ورکړل شوی، ليکي، د هغه په اند چې د سارجينټ بيلز په افغانستان کې موجود قوماندان به په راتلونکيو څو ورځو کې پر هغه د لګيدليو تورونو پخلی وکړي-

اژانس زياتوي د محاکمې تر پيليدو مخکې دغه تورن ګرځول شوی عسکر بايد يوې مقدماتي اوريدنې ته مخامخ شي چې پکې به څارنوالان د سارجينټ بيلز د کورټ مارشل کيدو له پاره بحث وکړي-

پر ۳۸ کلن بيلز تور دی چې د روانې مياشتې په ۱۱ مه نيټه د شپې ناوخته د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې له خپلې قرارګاه بهر ته ووت او د ۹ ماشومانو په ګډون يې ۱۶ کلیوال په ډزو ووژل- په نوموړي دا تور هم دی چې يو څو وژل شوي تنان يې په اور وسوځول- د ده په اړه ويل شوي چې بيرته قرارګاه ته تللی او ځان يې خپلو افسرانو ته تسليم کړی دی-

له دغې پيښې وروسته د امريکا دفاع وزير ليون پينيټا ويلي ول چې که پر سرتيري جرمونه ثابت شي نو امکان لري چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي-


یو سپین ږیرۍ سړی د هغه مړیو خوا ته ناست دی چې یوه امریکايي عسکر په ډزو ووژل. ۱۱م مارچ ۲۰۱۲
یو سپین ږیرۍ سړی د هغه مړیو خوا ته ناست دی چې یوه امریکايي عسکر په ډزو ووژل. ۱۱م مارچ ۲۰۱۲
راپورونه وايي د سارجينټ بيلز دغې بې رحمانه کړنې د امريکا او افغانستان اړيکې له يوه بحراني حالت سره مخامخ کړې- افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلې ادارې له خوا د قهرجن غبرګون په ښوولو د افغانستان له کليو او بانډو څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه- د افغانستان ولسي جرګې وويل چې د بې ګناه افغانانو قاتل دغه امريکايي عسکر بايد د افغان قوانينو په رڼا کې د هيواد دننه محاکمه شي-

خو فرانس پريس اژانس د امريکا د پوځي چارواکو په حواله وايي چې سارجينټ بيلز له افغانستانه په کويت کې جوړې د امريکا پوځي اډې ته يوړل شو چې له هغه ځايه بيا د امريکا په کنساس ښار کې موقيعت لرونکي پوځي زاندان ته ولېږدول شو-

د اژانس په ليکنه د نوموړي په مقدمه کې به د پوځي وکيل تر څنګ يو تن ملکي وکيل هم د هغه استازيتوب وکړي- ملکي وکيل جان هينري براؤن ويلي چې دی به د ګل او نهې په دواړو ورځو له خپل موکل سره د زندان دننه وويني- دې وکيل يوې خبري غونډې ته وويل بيلز په دې وروستيو کې د دماغي فشار ښکار پاتې شوی، او د ده په خبره دغه پريشاني يې هغه وخت لا هم سيوا شوه کله چې يې خپل يو ملګری عسکر په داسې حالت کې وليد چې د سړک د غاړې بم پرې ډزيدلی وو او زښت ټپي شوی وو- دغه راز امريکايي مطبوعات وايي چې بيلز او د هغه کورودانه مالي مشکلاتو هم په مخه اخيستي وو-

د نوموړي په هکله راپورونه وايي چې په امريکا د ۲۰۰۱ کال د سيپټمبر تر ترهګر بريدونو دوه مياشتې وروسته دی د دې هيواد پوځ ته لاړو- درې ځله عراق ته وليږدول شو چې له تير دسمبر مياشت راهيسې يې بيا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه کوله-
XS
SM
MD
LG