د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لرې پرتو سیمو کې ښځې لا هم له تعلیمه بې برخې دي


نقیب الله متونوال - مشال راډيو

خوست:- د پکتيا په مرکز ګرديز کې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي د کچې را ټيټولو په موخه جوړ شوي دې يو ورځني کنفرانس کې، چې د دې ولايت ولايتي چارواکو، دينې عالمانو او د بشري حقونو فعالينو برخه اخيستي وه؛ پکې د ښځو د اوسني وضعيت، پر وړاندې د شته تاوتريخوالي د راکمولو او د ښځينه وو د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو ويناوې او مفصلې خبرې وشوې، دوی په پکتيا کې د ښځو د ژوند اوسني وضعيت د اندېښنې وړ وباله.

د کنفرانس يو تن جوړوونکي او په پکتيا کې د بشري حقوقونو د سيمه ايز دفتر سرپرست، څارنوال شفيق الله نيازي د دې کنفرانس د جوړيدو په اړه وويل: ((دا کنفرانس د افغانستان د بشري حقونو، د پکتيا ولايتي شورا او يوناما په ګډو هلو ځلو جوړ شوی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمېدو په اړه د حل د موثرو لارو چارو په اړه پکې خبرې وشوې))

د بشري حقونو د سيمه ايز دفتر سرپرست، شفيق الله نيازی د تاوتريخوالي لاملونه فقر، له حقونو ناخبري، د قانون نه حاکميت، سيمه ايز مسلط دودونه او ورته نور خنډونه وبلل او په وينا يې، چې له امله يې ښځي نه شي کولای، له تاوتريخوالي را ووځي.

نيازی زياتوي، د زون په کچه پکتيا هغه ولايت دی، چې د ښځينه وو د تاوتريخوالي کچه پکې له نورو ولايتونو لوړه ده او په دې ولايت کې د تېر کال پرتله سږ نوره هم زياته شوې:(( تېر کال موږ د ښځو د تاوتريخوالي ۳۵۸ پېښې لرلای او سږ کال يې ۴۷۵ پېښې لرو، چې د تېر په پرتله زياتوالى ښيي.))

د پکتيا د ولايتي شورا غړې زرغونه همت وايي، چې په دې ولايت کې د ښځو د حقونو په برخه کې د زده کړو د حق نه ورکول تر ټولو لويه ستونزه بلل کېږي ځکه ، په لرې پرتو سيمو کې اوس هم ښځې له زده کړو بې برخې پاتې دي.

زرغونه همت زياتوي: (( د ښځو ځېنې نورې ستونزې هم په پکتيا ولايت کې په پخواني حال پاتې دي او تر دمه دولت، د مدني ټولنې بنسټونو او د بشري حقونو فعالين په دې برخه کې پاتې راغلي دي.))

د يادونې ده، چې په تيرو لسو کلونو کې د ښځو د حقونو مسله په افغانستان کې ډيره تاويدونکې يوه بلل کيږي او ډير ځله په رسنيو او غونډو کې د دينې عالمانو او ازاد خيالو يا د ښځو او بشري حقونو فعالينو تر منځ د بحثونو موضوع وي.
XS
SM
MD
LG