د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په کراچۍ کې د قلنګ اخیستونکو ضد عملیات کوو"


د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک
د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک

ظفرکریمي - مشال راډیو

کراچۍ : د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک د اتوار په شپه په کراچۍ هوایي ډګر له خبریالانو سره د خبرو په موقع وویل کراچۍ د هدفي وژنو پېښې ختمې شوي دي خو د بېلا بېلو ډلو لخوا لا هم په ښار کې له سوداګرو قلنګونه اخیستل کیږي ـ

د کورنیو چارو مرکزي وزیر زیاته کړه چې په کراچۍ ښار کې د سوداګرو څخه قلنګونه اوس نه بلکې له تېرو لسو پنځه لسو کلنو راهیسې اخیستل کیږي ـ هغه ژمنه وکړه چې نن د ګل ورځې څخه به د قلنګ اخیستونکو په ضد عملیات شورو کو: (( د هدفي وژنو کومه لړۍ چې روانه وه هغه ختمه شوې ده ـ د قلنګ اخیستنې په باب ډېر شکایتونه دي ـ په دې اړه د سیاسي ګوندونو د مشرانو او د صدر او وزیراعظم تحفظات هم سم دي ـ په قلنګ اخیستنه کې سیاسي ګوندونه ککړ دي ـ موږ یو سل او پنځوس قلنګ اخیستونکی نیولي دي چې پلټنې ترې روانې دي ـ تاسو به د قلنګ اخیستونکو په ضد د ګل ورځې راهیسې سخت عملیات ووینۍ، په کراچۍ کې د خلکو ابادۍ زیاته ده او دې لپاره د پولیسو اوسنۍ شمیره کمه ده ـ پنځه زره نور پولیس سرتیري به برتي کولی شي .))

که څه هم د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک په کراچۍ کې د هدفي وژنو د ختمیدو ویلي خو بلې خوا ته پولیس وایی بیګا ناوخته د ښار اګره تاج په سېمه کې نامالومه وسله والو درې کسان وژلي دي ـ د کچي رابطه کیمټي ویاند وایی وژل شوی درې واړه کسان د دوی د ډلې غړي دي او یاده پېښه په ښار کې د روانو هدفي وژنو د سلسلې کړۍ ده ـ

د یادونۍ وړ ده چې په کراچۍ ښار کې وخت په وخت هدفي وژنې او فرقه ایزه نښتې رامنځ ته کیږي ـ چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل کیږي ـ پولیس چارواکي وایي چې په ښار کې د بدامنې رامنځته کیدو لويې وجې د بېلابېلو ډلو لخوا د سوداګرو څخه قلنګ اخیستنه ،په زمکو قبضې ،سیاسي ،لساني او فرقه ایز تعصبات دي ـ

د خالي په ورځ هم د کراچۍ سوداګرو ښار کې د قلنګ اخیستنې او بدامنۍ په ضد احتجاج کړی و چې له وجې یې ښار ټوله ورځ په مکمله توګه بند وـ

څو میاشتې مخکې د سترې محکمې د مشر قاضي افتخار محمد چودري له خوا په کراچۍ کې د بد امنۍ او قلنګ اخیستنې په ضد د سوموټو ایکشن اخیستو روستو د ښار په بېلا بېلو برخو کې د امنیتي ادارو لخوا د لټون عملیات شورو شوي و چې له وجې یې دتېرو څو میاشتو په موده کې په ښار کې د بدامنۍ پېښې کمی شوې وې خو په دې ورستیو کې یو ځل بیا د ښار له بېلا بېلو برخو څخه د هدفي وژنو او قلنګ اخیستنې په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
XS
SM
MD
LG