د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوږک تاریخي غــــــــــــــــر


کوږک تونل
کوږک تونل
خدای نور ناصر- مشال راډیو

کوټه:- د کوږک تاریخي غر د پښتني وطن يو له مهمو غرونو دی. چې د کندهار او کوټې تر منځ موجود دی. او له همدې امله د سیمې خلک ورته مینځکی غر هم وايي. د دې تاريخي غره پر سره لويه لارتېرېږي او لاندې یې د انګرېزانو په وخت کې د اوور ګاډي لپاره په ۱۸۹۱ میلادي کال کې شاوخوا يونیم کیلومیتر اوږد تونل جوړ شوی دی. چې نن هم هره ورځ د کوټې او چمن اوورګاډی تر دې تونل کې دوه ځلي ځي راځي.

د کوږک غر د عبدالله خان د برمزو له ماچیکه روده پېلېږي، او ها بلې غاړې ته په زاړه چمن ختمېږي. د کوږک غره ددې تونل په هکله د سیمې يو اوسېدونکی حمید وايي

؛ دا تونل چې په دې غره کې وتلی دی. دا د ملک په تولو غرونو کې تر ټولو لوی تونل دی. موږ چې پيدا شوي يو. په همدې نامه يي بولي. زما په فکر ددې تونل له امله د کوږک غر مشهوره دی؛

کله چې موږ وینو د احمدشاه بابا لښکري د پاني پت خوا ته خوځېږي . نو له ده سره چې دپښتنو کومي لښکري دي. هغه په همدې کوږک باندي تېرېږي. او بیا په هند باندي بریدونه کوي.

ډاکټر عبدالروف رفيقي.
د کوږک غره په سر د موټرو لاره ده. چې هره ورځ پرې په زرګونه موټرې اوړي را اوړي.
خو په دې تاریخي غره تېره شوې لاره د کوټې او چمن د نوري لاري غوندي خرابه ده.
په چمن کې د کوږک په نامه د ورځپاڼې چلوونکی محمد اسلم اڅکزی د کوږک د مانا او همدې لاري په باب وايي ...

؛ کوږک د کوږ اوږ په مانا دی. د کوږک لاره بېخي ډېره خرابه ده. او کله چې په دې غره کې واوره یا بارانونه وشي. نو درې پنځه او حتی تر لسو ورځو پوري لاره بنده وي. او دلته په دې غره تګ راتګ کوونکي مساپر له سختو ستونځو سره مخ وي . په دې غره کې د لاري د خرابوالي له امله اکثره وخت د موټرو حادثې کېږي. او انسانان وژل کېږي؛

له دې سره چې د پښتنو ډېری مورخینو د کوږک ذکر په وار وار کړی . په کوټه کې څېړونکی او لیکوال ډاکټر عبدالروف رفيقي هم وايي، د پښتنو لوی مبارز احمد شاه ابدالي به په دوبي کې اکثره د کوږک غره ته راتلو. که څه هم په اوس وخت کې د کوږک غر ټول سپېره او هغسې ښائيست يي پاتې نه دی ، خو ډاکټر رفیقي وايي، په هغه وخت کې داسي نه وه. په دې برسیره ډاکټر رفیقي زیاتوي،د احمدشاه ابدالي لښکري به اکثره وخت په کوږک غره دې خوا ته را اوښتې.

؛ کله چې موږ وینو د احمدشاه بابا لښکري د پاني پت خوا ته خوځېږي . نو له ده سره چې دپښتنو کومي لښکري دي. هغه په همدې کوږک باندي تېرېږي. او بیا په هند باندي بریدونه کوي؛

له دې سره یاد څېړونکي او لیکوال زیاته کړه . د پښتنو ددې مبارز احمدشاه ابدالي وفات هم د کوږک په غره کې شوی . له دې سره په کوږک غره کې د اوور ګاډي لپاره د اسیا تر ټولو لوی تونل هم يو سل شل کاله وړاندي جوړ شوی. د کوږک تونل په هکله بیا هم ډاکټر عبدالروف رفيقي زیاتوي.

؛ دا تونل چې د انګرېزانو يوه انجینیر جوړ کړی دی. هغه لومړی دا حساب کړی وو چې دا تونل به له دواړو خواوو په ټاکلي وخت کې سوری شي. خو تر ټاکلي وخت يوه ورځ ناوخته دا تونل پوره شو . او دې انجینیر تر اخري ورځي يوه شپه مخکې خپل ځان وواژه، چې ولې په ټاکلي وخت کې ټونل سوری نه شو؛

د یاد انجینير په هکله چې د کوږک دا تونل يي جوړ کړ، ځيني نور مورخین ليکي، دده تر مړيني وروسته بیا دا څرګنده شوه، چې په دې درې کلنۍ کې چې په تونل کار روان وو، يوه ورځ مزدورانو کار نه وو کړی . البته ورځ يي شمېرلې وه. چې ددوی په خبره همدا يي لامل وو، چې هغه انجینیر په ټاکلي وخت کې دا تونل پوره نه کړای شو.

ددې تر څنګ له ادبي پلوه هم کوږک ځانګړی نوم لري. د پښتو ادب نامتو لیکوال عبدالسلام عشېزی هم په کوږک غره کې زېږېدلی او همدلته يي د عمر ډېره برخه تېره کړې .ډاکټر عبدالروف رفیقي د عشېزي په اړه وايي. عبدالسلام عشېزي د کوږک ذکر په خپلو ځينو شعرونه کې هم کړی دی.

زما په ډهول به مې ویده پښتانه ويښ شي
زما اذان هر ځاﺉ ته رسي له کوږکـــــــــــــه

په دې برسیره چې د کوږک غره له بېل بېل ځايونو څخه د چمن ټول ښار ښکاري. نو هلته دهمدې غره له خواجه عمران څوکې څخه يوې خواته د کوټې او بلي خواته د کندهار ناوې لیدل کېدای شي.
XS
SM
MD
LG