د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدل شوی ایف سي آر به د اپرېل له لومړۍ نېټې عملي شي


مجید بابر خان، مشال راډیو

پراګ - د پاکستان له قبایلي سیمو د پارلېماني غړو مشر منیر اورکزی وايي، د روانې میاشتې (مارچ) تر پایه به په قبایلي سیمو کې د ایف سي آر قانون په بدل شوي حالت کې، په بشپړه توګه عملي شي.


منیر اورکزي دا خبره مشال راډیو ته کړې ده.

ایف سي آر (Frontier Crimes Regulation) له یوې پېړۍ هم زیاته موده وشوه چې په قبایلو کې نافذ دی.

د تېر کال د اګست په ۱۲مه نېټه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ایف سي آر په ۴۰مې مادې یا شق کې چې د اجتماعي ذمه وارۍ د قانون په نوم هم یادېږي، کې بدلون کړی وو.

نو د دې بدلون په عملي کولو کې ولې دومره زیات وخت لګېدلی دی؟

منیر اورکزي را ته وویل، په اصل کې د وفاق په سطح ځینې مشاهدات ول، لکه عدالتي نظام باید څنګه عملي شي یانې هغه ټرېبیونل څنګه جوړ شي، او داسې نور.

دی وايي، دا ټولې خبرې وې چې پر دې کار روان وو او دا کار به د روانې میاشتې (مارچ) په پای کې بشپړ شي او د اپرېل له لومړۍ هفتې به دا نظام عملي شي.

د ایف سي آر په قانون کې د ترمیم تر مخې، پولیټیکل انتظامیه به اوس د ۶۰ کالونو زیات عمر لرونکي، او له ۱۸ کالونو کم عمري کسان او ښځې نه نیسي.

د بدلون تر مخې، د کوم جرم په تور نیول شوي کسان به د اپیل حق هم لري.

دا ډول اپیلونه یا غوښتنلیکونه به د قبایلي سیمو قضاییه جرګې یا فاټا ټریبیونل ته کول کېږي چې مشري به یې یو قاضي کوي.
XS
SM
MD
LG