د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلو سره تر ځناورو هم بد سلوک کېږي، شېر محمد خان


په باړې کې له درو کالونو راهیسې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي.
په باړې کې له درو کالونو راهیسې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي.

مجید بابر خان، مشال راډیو

پراګ - د پاکستان د بشري حقونو کمېسون د خیبر پښتونخوا څانګې مرستیال مشر وايي، په قبایلي سیمو کې مېشت وسله وال او د دوی پر ضد عملیات کوونکی پوځ، دواړه له بشري حقونو په سر غړونو کې ککړ دي.


شېر محمد خان دا خبره مشال راډیو ته کړې ده.

((نه پوهېږم چې دې دواړو یو بل ته څومره تاوان رسولی دی خو دا دی چې عام خلک یې ډېر زیات [ځپلي دي] لکه له کورونو یې بې ځایه کړل، له تعلیم یې بې برخې کړل، هسپتال نشته، روزګار نشته؛ په خپل کور کې هغوی داسې بد ژوند تېروي.))

شېر محمد خان وايي، دا خو له بشري حقونو هم ور تېر کارونه دي.

د عملیاتو له کبله په لکونه کورنۍ کډوالې شوې. او د ماشومانو د ښوونې روزنې عمل هم ودرېد
د عملیاتو له کبله په لکونه کورنۍ کډوالې شوې. او د ماشومانو د ښوونې روزنې عمل هم ودرېد
((زه خو وایم چې دا خو له ځناورو سره هم داسې کار څوک نه کوي لکه زموږ له خلکو سره چې کېږي.))

دی زیاتوي، تېره ورځ (د مارچ ۱۸مه) په لاهور کې د بشري حقونو کمېسون غونډه وشوه چې په کې په قبایلي سیمو کې پر روانو پوځي عملیاتو، د ځايي ولس پر ستونزو او د وسله والو له خوا د ولس پر ځپل کېدو خبرې وشوې.

په قبایلي سیمو کې له ۲۰۰۴ز کال راهیسې عملیات پیل شول چې له کبله یې په لکونه کورنۍ کډوالې شوې.

په خیبر اېجنسۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د وسله والو پر ضد په پوځي عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو د وژنې رپورټونه هم دي.
XS
SM
MD
LG