د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر دره : ۱۴ مړي د سرک په غاړه موندل شوي



دمشال راډیو راپور



په خیبر ایجنسۍ کې حکومتي چارواکي وايي چې د باړې په سپاه سیمه کې د څوارلسو کسانو مړي موندل شوي دي. ددوی او د ځايي خلکو په وینا داسې معلومیږي چې ددغو کسانو تروژلو وړاندې پر دوی تشدد هم شوی وي.


چارواکي وايي په موندل شویو مړو کې د یو کس پیژندګلوي شوې چې هغه د سیمې اوسیدونکی دی او په کومې ډلې ټپلې پورې تړاو نه لري، خو د نورو پیژندګلوي لا نه ده شوې او نه هم دا معلومه ده چې دوی چا او ولې داسې په مرموز ډول ووژل.

په خیبر ایجنسۍ کې د لشکر اسلام او انصار الاسلام ترڅنګ د پاکستان د تحریک طالبان ډله هم فعاله ده چې دوی نه یوازې د حکومتي ځواکونو خلاف بریدونه کوي ، بلکه ولسي خلک هم ترې په امان نه دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



په دې وروستیو کې د خیبر درې سره په څنډه کې پرته سیمه اچیني کلي کې ځايي خلکو ادعا وکړه چې یو شمیر وسله والې ډلې ددوی نه په زوره پیسې ( قلنګ ) غواړي. وسله والو ډلو دا پېښه تائید کړه خو ویې ویل چې دوی پر دغو پیسو د خلکو او په ځانګړي ډول د لږکیو ساتنه کوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



د خیبرایجنسۍ چارواکو تر دې وړاندې دا هم ویلي وو چې د شنبې په ورځ یې د تیرا د ذخه خیلو په سیمه کې د ذخه خیلو توحیداسلام ډلې درو مشکوکو کسانو ته د بمي چاودنو په تور کې د مرګ سزا ورکړې او درې واړه یې په ډزو وژلي دي.

د ذخه خیل توحید اسلام ډله د حکومت په ملاتړ په دې سیمه کې د وسلوالو پرضد راپورته شوې ده.

په دې سیمه کې له تیرو درو کالو د وسلوالو پر ضد پوځي عملیات روان دي
XS
SM
MD
LG