د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان اوزي خېل له دېرشو کالونه بجلي نه لري



عمردراز وزیر :


بنو ـ په شمالي وزیرستان کې مېشت اوزي خېل قبیله وايي له تېرو دېرشو کلونو راهیسې بجلي نه لري، او حکومت هډو ددوی دکتاب پاڼه نه اړوي.

دا قبایل وايي اوس دې ته اړ شوي چې دحکومت نه د خپل حق پوښتنه وکړي او د میران شا او رزمک ترمنځ لویه لاره په مکمله توګه وتړي. هسې خو دوی له تېرو دوو اونیو راهیسې په یاده شوې لاره زنځیرونه اچولي دي.

ددې قبیلې یو وسیدونکي وحیدالله مشال راديو ته وویل په نولس سوه دوه اتیا کال کې پر دوی بجلي کټ شوې او له هغې تر دغې د بجلۍ مخ یې نه دی لیدلی. دوی وايي په دې ساینسي دور کې هم دوی له غرو په خرو اوبه راوړي.

د پولیټکل انتظامیې ځايي چارواکي وايي چې دا کار د بجلۍ د محکمې یانې واپډا د تعمیراتو له څانګې سره اړه لري چې غفلت یې د دوی په خبره پولیټکل انتظامیې ته هم ستونزې جوړې کړې دي.

داسې هم ویل کیږي چې د پاکستان په اکثرو قبایلي سیمو کې خلک دبجلۍ بل حکومت ته نه ورکوي نو ځکه حکومت کله دوی ته دا سهولت ورکوي او کله نه.

پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې دبجلۍ طلب یې ډېر خو تولید یې کم دی، له همدې وجې د بجلۍ لوډ شیډنګ د پاکستان په هر ښار او کلي کې د معمول خبره ده ، خو دا دیره غیر معمولي خبره ده چې اوزي خیل قبایل وايي له تېرو دیرشو کلونو راهیسې د بجلۍ له نعمته محروم دي .

XS
SM
MD
LG