د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پراګ کې یو ګڼ کلتوري ماښام


په پراګ کې د ګڼکلتوري میلې یو تصویر
په پراګ کې د ګڼکلتوري میلې یو تصویر

نجیب عامر :
----------------

د خپلې خاورې، کلتور او خلکو سره مینه دانسان په خټه کې اغږل شوې ده ، دامینه هغه مهال نوره هم زیاته شي چې انسان له کلي مالته او وطنه ډير لرې په نورو هیوادونو کې میشت شي، خو کله نه کله داسې موقع هم برابریږي چې یو څوک کولی شي په بهر کې هم د خپل کلي مالت کولتور نړیوالو ته ښکاره کړي.

همداسې یوه موقع د چیک جمهوریت په پراګ ښار کې یو برتانوي ښونځي ( پراګ برټش سکول ) هم برابره کړې وه چیرته چې اته دیرشو نه زیاتو هیوادونو سره تړاو لرونکو خلکو په یو ( نړیوال ماښام ) کې برخه واخیسته.

په دې کلتوري ماښام کې دافغانستان ، پاکستان ، ایران، تاجکستان، کرغزستان او ګڼ شمیر نورو هیوادونو میزونه ترتیب شوي وو چې ورباندې سیمه ایز خواړه ، شربتونه، او بیرغونه لیدل کیدل.

د نوموړي ښونځي ټوله ودانۍ د بیلا بیلو هیوادونو خلکو په خپلو سیمه ایزوکالیو ، ټوکرو او توکیو ښایسته کړې وه.

دلته په چیک جمهوریت کې هم د اروپا دنورو هیوادونو په څېر خلک عموما لویدیځې جامې اغوندي او په لارو ، کوڅو او بازارونو کې خلک عموما په سیمه ایزو جامو کې نه لیدل کیږي ، خو په دې ماښام او په دې موقع کیسه بل ډول وه، بې له سیمه ایزو جامو نورڅه ډیر کم تر سترګو کیدل.

د هر سټال پر مېز رنګارنګ او له مزو ډاک خواړه پراته وو چې پکې چرګان، کبان، ترکاریانې او سلادونه هم موجود وو، خو رنګ او خوند یې جلا جلا و.

د افغانستان په میز کې دافغانستان بیرغ ولاړو ، په خوړو کې کابلي پلاو، چپلي کباب، پکوړې، بولاني، سلاد او تروې لیدل کیدل. داکثرو هیوادونو خلکو دافغانستان خواړه وخوړل او په خوړو یې خوښ معلومیدل، په ځانګړي ډول تروې خلکو ډېرې خوښې کړې او په لږه شیبه کې ډکه چاټۍ تروې والوتې، ماسره داغم و چې د تروو د څښلو نه پس خلک د سکول په ودانۍ کې ویده نه شي.

د نړیوال ماښام ګډون والو دا ډول ماښامونه د یو بل د کولتور نه د خبریدو لپاره ګټور بلل او خوشاله وو چې په یو داسې رنګارنګه ماښام کې ګډون کوي.
XS
SM
MD
LG