د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار پېښې ککړ به انصاف ته مخامخوو. اوباما


د امریکا ولسمشر اوباما
د امریکا ولسمشر اوباما
هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن :- د امريکا ولسمشر براک اوباما د نهې په ورځ د سپينې ماڼۍ خبري غونډې ته وويل حکومت يې په کندهار کې شوې پيښه دومره جدي نيولې لکه دغلته چې افغانان نه، امريکايان وژل شوي وي-
نوموړي زياته کړه دا څه چې واقع شوي، دوې ته هيڅ د منلو وړ نه دي-
(ما چې له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې کومه نکته په ډاګه کړه نو هغه دا ده چې د امريکا متحده ايالتونو دغه پيښه عيناً هغسې جدي اخيستې لکه چې دا زموږ اتباع او زموږ خپل ماشومان وو چې وژل شوي دي- د معصومو زندګيو په ضايع کيدو زموږ زړونه مات شوي دي- د بې ګناه خلکو وژنه يوه ناوړه او د نه منلو وړ عمل دی- موږ د يوه هيواد په حيث دغه رنګه نه يوو او دا څه چې شوي، زموږ د پوځ د موخو استازيتوب نه کوي-)

راپورونه وايي د تير اتوار په شپه يوه امريکايي سرتيری د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د يوه کلي په دريوو کورونو وراوختو او په ناتاري ډزو سره يې ۱۶ ملکي تنان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل-

ښاغلي اوباما په خپلو څرګندونو کې د دغې پيښې د رڼو تحقيقاتو او ککړو کسانو ته د سختې سزا د ورکولو ژمنه وکړه-

(ما پينټاګون ته هدايات ورکړي چې د يوې بشپړې پلټنې په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي- زه امريکايانو او افغانانو ته ډاډ ورکولی شم چې د پيښې واړه حقايق به په دقت سره تعقيبوو او هر هغه څوک چې پکې ښکېل وميندل شول، د قانون له ټول قوت سره به حساب ته مخامخېږي-)

فرانس پريس اژانس پر مخ ليکي د کندهار د پيښې په اړه په دوهم ځل د ښاغلي اوباما خبرې د ده د انتظامييې هغه انديښنې په ګوته کوي چې په افغانستان کې د امريکا ضد احساساتو د راپاريدو له امله يې لري-

خو نوموړي د سپينې ماڼۍ خبري غونډې ته په وينا کې په افغانستان کې د موجودو سختو ننګونو په ادراک کولو ډاډ ښکاره کړ چې و به کولی شي په دغه هيواد کې خپل اهداف تر لاسه او جګړه يې په يوه ذمه واره طريقه پائ ته ورسوي-

(ګوره چې تير نه ووځو- موږ يوه ستراتيژي لرو کومه به چې موږ ته اجازه راکړي چې په مسوولانه توګه دغې جګړې ته د پائ ټکی کيږدو- موږ ورو په ورو افغانانو ته ذمه وارۍ انتقالوو او هغوئ لګيا دي مشري يې پر غاړه اخلي، او له دغې لارې به موږ وکولی شوو خپل ځواکونه بيرته کور ته راولوو-)
خو هم د نهې په ورځ د امريکا په سينيټ کې د حکومت مخالفه ريپبلکن ګوند يوه مخکښې سينيټر جان مکين په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو د ولسمشر تکراري اعلانونو د دغه هيواد له پاره د امريکا تګ لاره په خطر کې اچولې ده- نوموړي زياته کړه په داسې کولو سره په سيمه کې دې يو تاثر ته چې ګنې امريکايان له افغانستانه پښې سپکول غواړي، تقوييت ملاويږي- ښاغلي مکين هم په کندهار کې د ملکي وګړو وژنه يوه ستره غميزه وبلله خو په عين وخت کې يې ټينګار وکړ چې په دغه جنګ ځپلي هيواد کې د امريکا د مامورييت د ماتې د ثبوت په توګه ورته بايد و نه کتی شي-

راپورونه وايي په داسې حال کې چې انګيرل کيده واشنګټن او کابل تر دا منځ د اوږد مهاله ستراتيژيک سند لاس ليک کولو ته نږدې شوي، په کندهار کې د امريکايي عسکر د لاسه ولسي وګړو ته اوختي تازه تلفات ښيي دغه بهير له نويو او زياتو سختو ننګونو سره مخامخ کړي-
XS
SM
MD
LG