د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې په خاطر ښايي پنځه طالب بندیان خلاص شي


د ګوانتانامو زندان
د ګوانتانامو زندان
سرچینه :- فارن پالیسي
فرخنده وزیر – مشال راډيو

فارن پالیسي مجله لیکي، امریکا غواړي د وسلوالو طالبانو سره د سولې د تړون په خاطر به له ګونتانامو زندانه پنځه طالب مشران خوشې کوي ، او په بدل کې به خپل قیديان راخلاصوي. داچې د دې عمل سره به د دواړو غاړو په یو بل باور پیدا شي او که نه ؟

په فارن پالیسي مجله کې جوش روګین لیکي، د کیوبا له ګونتانامو زندانه د وسلوالو طالبانو د مشرانو قطر ته د لیږلو په اړه رپوټونه خو راځي ، ولې چارواکي په دې اړه هیڅ نه وايي.

فارن پالیسې لیکي، دا په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د تړون یوه برخه ده، چې په بدل کې به یې طالبان یو غربي قیدي خوشی کوي.

د ولسمشر اوباما انتظامیه پلان لري، چې د طالبانو پنځه مشران د ګونتانامو نه قطر ته ولیږي ، چې دغلته به دوی په یو کور کې بندي ساتل کیږي، تر څو د خبرو په عمل کې وړاندې نه وي تللي. د امریکا د سینېټ د استخباراتو د کمیټۍ مشرې ډیانی فینسټيڼ فارن پالیسې ته ددې خبر تصدیق کړی او وایې، دوی به د دغه طالب مشرانو په بدل کې خپل غربي قیدي خوشې کوي.

فینسټين دا هم وایي، دوی هغه کسان خوشې کوي ، چې د ډیرو خلکو په وژنه کې ککړ دي، او دا د طالبانو ډیر مهم مشران دي، چې دوی نیولي دي. مجله لیکي دوی ته که څه هم فینسټين د هغه غربي قیدي نوم ښودلی خو امریکایي چارواکو د هغه د سیکیورټي په خاطر د نوم نه خپرولو غوښتنه کړې ده.

د دغه تړون له مخې به د امریکا حکومت طالب مشران د قطر حکومت ته حواله کوي، چې هلته به دوی په سخته سیکورټي کې ساتل کېږي، او وروستو به د سولې د دغه عمل په خاطر له طالبانو سره د دوی په اړه خبرې کوي.

د رپوټونو له مخې په دغه قیدیانو کې د داخله چارو پخوانی وزیر ملا خیر خوا، د افغانستان د شمالي سیمې پخوانی ګورنر نورالله نوري، او د پوځ پخوانی کمانډر مولا فضل اخوند شامل دي، چې د طالبانو په وخت کې په مهمو څوکیو پاتې شوې دي.

د امریکا د سینېټ د استخباراتو د کمیټۍ مشره ډیانی فینسټيڼ دا هم وایې دغه قیدیان به په سخته سیکیورټي کې ساتلی شي، او خوشې کول به یې د سولې د عمل لپاره یو مهم ګام وي، خو اخوا د امریکا د کانګریس ځینې غړي بیا د دغه طالب مشرانو په خوشې کیدو نیوکې کوي ، او وایې دوی به اول او یا اخر بیرته افغان جګړې ته ستیږي.

فینسټيڼ دا هم وایې د ګونتانامو نه د دغه قیدیانو دوها ته د لیږلو له عمل سره که څه هم دوی غواړي د سولې په خبرو د طالبانو باور زیات کړي ، خو دوی به زمکني حقایقو ، په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو امنیت او د افغان ولس ستونزو ته هم ګوري ، ځکه چې طالبان اوس هم بمي چاودنمې کوي ، او ولسي خلک وژنې .

د امریکا یو پوځي مکین چې پخپله هم د طالبانو لخوا نیول شوی وو، وایې که چری دغه عمل د قیدیانو د خوشې کولو په مقصد وي نو بیا دا د کانګریس د غړو یو ښه عمل دی، خو که چیرې د باور پیدا کولو په مقصد وي، نو دا به څه ګټه ونه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG