د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: ډرون برید ۱۵ مشکوک وسله وال وژلي



پاکستاني امنیتي چارواکي وايي دافغانستان پولې ته ورڅېرمه دپاکستان په قبایلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان کې پرون دنهې په ورځ دامریکايي بې پایلټه الوتکو په یوه برید کې لږ تر لږه پنځلس مشکوک وسله وال ووژل شول.

دشمالي وزیرستان دشوال په سره خاوره سیمه کې پرون ناوخته دطالبانو په یو ډبل کیبن پیک اپ باندې امریکايي بې پایلټه الوتکې دوه میزایلونه وداغل چې په ترڅ کې یې اوه مشکوک وسله وال له منځه لاړل. یاده شوې سیمه جنوبي وزیرستان ته نږدې پرته ده.

هلته په جنوبي وزیرستان کې هم ددې پېښې نه څو ساعته وړاندې بې پایلټه الوتکو برید ترسره کړی و. دا پېښه په برمل سیمه کې رامنځ ته شوه ، امریکايي بې پایلټه الوتکې د وسله والو یو موټر په نخښه کړ چې پکې اته کسان ووژل شول، د وژلو شویو کسانو په منځ کې د مولوي امیر حمزه او شمس الله په نامه مهم قوماندانان هم ښودل کیږي.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو او القاعده په ګډون ډیرۍ اورپکې ډلې واکمنې دي، او په روان کال کې امریکايي ډرون الوتکو پر دغو سیمو ۱۲ دا ډول بریدونه ترسره کړي دي.

او له شمالي وزیرستانه یو بل خبردادی چې په میر علي سیمه په یو وسله وال برید کې وژل شوی مرستیال پولیټیکل ایجنټ عظمت جمال په خپله پلرنۍ سیمه کنده کرک کې خاورو ته وسپارل شو.

دنوموړي د جنازې په لمانځه کې قبایلي مشرانو ، وزیرانو او ولسي خلکو ګډون وکړو.
.

چارواکي وايي عظمت جمال تیره ورځ په خپل دفتر کې د یو ناڅرګند کس له خوا د تمانچې په ډزو ووژل شو، وروسته برید کونکي ځان په بم والوځولو. دپاکستان په قبایلي سیمو کې وخت ناوخته په قبایلي او حکومتي مشرانو او د امن د لښکر په غړو او مشرانو د طالبانو له خوا ورته بریدونه ترسره کیږي. د عظمت جمال د وژلو مسوولیت لا تراوسه چا نه دی قبول کړی .
XS
SM
MD
LG