د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو له خوا وژل شوي بې له جنازې ښخېږي


بلوچستان: په سرخاب پنډغالي کې اوسېدونکی جمعه خان چې ځوان زوی زلمی یې په افغانستان کې د ماین پاکۍ له موسیسې سره د کار کولو پر مهال د طالبانو له خوا ووژل شو
بلوچستان: په سرخاب پنډغالي کې اوسېدونکی جمعه خان چې ځوان زوی زلمی یې په افغانستان کې د ماین پاکۍ له موسیسې سره د کار کولو پر مهال د طالبانو له خوا ووژل شو
خدای نور ناصر - مشال راډيو


سرخاب پنډغالی:- هغه کسان چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شي. د بلوچستان په افغان پنډغالو کې ورته ځيني علماء جنازه او غسل نه ورکوي. آن تردې چې فاتحه يې هم نه اخیستل کېږي. خو د کوټې لوی لوی علماء بیا دا کار د اسلام ضد ګڼي. او زیاتوي هر مسلمان ته جنازه او غسل ورکول فرض دي.

د کمپ علماو دا بې نیازي راسره وکړه . دوه ساعته مې زما د زوي مړی په هیدیره کې پروت وو. هیڅ څوک رانغلی. نن مي هم ارمان دی چې زوی مې بې سخاته او بې جنازې پټ شو.
د زلمي مور.

د بلوچستان په ډېری افغان پنډغالو کې هغو کسانو ته چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا ووژل شي، جنازه او غسل نه ورکول کېږي. ځيني کورنۍ خو بیا داسي هم شته، چې د خپل وژل شوي تن د فاتحه لپاره لا څوک نه ورځي . ۱۸ کلن زلمی د پښين په سرخاب پنډغالي کې اوسېده. نوموړی څه موده وړاندي په افغانستان کې د ماين پاکۍ په موسیسه کې کار پېل کړ. خو پخپله د ماين پاکۍ په دې کار کي ووژل شو. د زلمي پلار جمعه خان د خپل زوي د وژلکېدو کیسه کوي.

” په هغه سهار له پښينه چمن ته روان وم چې په مېزۍ اډه راته یو چا ټيليفون وکړ او فارسي کې یې وویل چې زوی دې مړ شوی دی.او ویل یې چې څه په وکړو ما ویل راوا يي ستوۍ “

جمعه خان په دې خبر نه وو چې دده زوی به بې جنازې او بې غسله خاورو ته سپارل کېږي. ځکه چې تر وړاندي ددوی په کېمپ کې داسي نه هم شوي وو او نه يي هم چا ذکر کړی وو . د زلمي مور وايي، کله چې د زلمي مړی کېمپ ته راوړل شو، نوعلماو يې له جنازې او غسل ورکولو انکار وکړ. چې ددې په خبره زوی يې بې جنازې او بې غسله خاورو ته وسپارل شو:
” د کمپ علماو دا بې نیازي راسره وکړه . دوه ساعته مې زما د زوي مړی په هیدیره کې پروت وو. هیڅ څوک رانغلی. نن مي هم ارمان دی چې زوی مې بې سخاته او بې جنازې پټ شو“

د افغان کډوالو کمپ کې د زلمي کور چې طالبانو په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر مهال وژلی وو.
د افغان کډوالو کمپ کې د زلمي کور چې طالبانو په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر مهال وژلی وو.
د زلمي پلار جمعه خان په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د کلي خلکو او علماو ورته ویل، دده زوي له کفر سره ملګري کړې او ځکه يې نه هم جنازه او غسل وشو. بلکې د فاتحه لپاره يې هم هغسي خلک رانغله، لکه چې د نورو مړيو لپاره به راتله. ده وویل،” چې يو څوک به راتلو نو علماء به ورته ویل، مه ورځۍ . ویل يي دا مسلمان نه دی کافر دی. نو کافر چې وي هغه بیا داسي پروت وي لکه زما زوی چې وو. داسي پروت لکه په خواږه خوب چې ویده وو؛

له دې سره د همدې کمپ يو بل اوسېدونکی نظر عالم بیا وايي، دوه کاله وړاندي يې وراره چې عبدالمالک نومېده، په کندهار کې ووژل شو. او له همدې امله يې کور او سرخاب کمپ ته را نه ووړ، چې دده په وینا بیا ورپسې خلک سل خبري کوي. او هم هلته يې له خپلي کورنۍ لرې په کندهار کې خاورو ته وسپارو . د عبدالمالک تره زیاته کړه.

” دلته زموږ په کمپونو کې ځيني ملایانو په جماتو باندي خطونه وځړول چې که څوک په افغانستان کې وي. هلته په پوځ يا پولیس کې وي. یا په يوه موسسه کې وي. او ووژل شي. نو د هغوی جنازې به نه کېږي. او فاتحه به يي نه اخیستل کېږي. “

د افغان کډوالو په کمپونو کې يو شمېر علماو د نوم ښودلو په شرط مشال راډيو ته ددې خبرو تائید وکړ. او زیاته يې کړه که نور هم داسي مړي ددوی کمپونو ته راوړل شي نو جنازه به نه ورکول کېږي او فاتحه به يې هم نه اخیستل کېږي. خو د کوټې ډېری علماو د ږغ نه خپرولو په شرط له مشال راډيو سره په خبرو کې دا کار د اسلام پر ضد وباله او زیاته یې کړه چې هر مسلمان ته جنازه او غسل ورکول فرض دي.
XS
SM
MD
LG