د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: د افغان ولسي وګړو په وژنه زښت خواشيني يوو


د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن
د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن
هارون باچا- مشال راډيو

واشنګټن:- د امريکا حکومت د کندهار په پنجوايي ولسوالې کې د يوه امريکايي سرتيري له خوا د ولسي وګړو په وژنه د زښت خپګان په ښکاره کولو د مسولو تنانو محاکمې ته د راکاږلو ژمنه کړې ده-

د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن د ګل په ورځ په نيو يارک ښار کې له خبريالانو سره په خبرو کې د کندهار په وروستۍ پيښه افغانانو ته د تسلييت پيغام ورکړ-

(پريږده چې ووايم، ما د ډيرو امريکايانو په څير د تيرې اونۍ په پای کې د بې ګناه افغان کلي والو په وژنه ټکان وخوړ او غمژنه شوم- موږ هغه کورنيو ته چې خپل وګړي يې بايللي دي او هم د افغانستان خلکو ته خپلې خواخوږۍ ليږو- دا څه چې پيښ شوي، دا د امريکايانو خوی نه دی، او د امريکا متحده ايالتونه ژمن دي چې د پېښې ککړکسان عدالت ته راکاږي-)

د نوموړې ډاډ او تسلييت ته ورته څرګندونې د امريکا د خارجه وزارت وياند مارک ټونر د واشنګټن خبري غونډې ته وکړې چې و يې ويل د ځانګړي نوعیيت دغې پيښې زموږ او د افغانانو تر مينځ وار له مخې د چيلنجونو ډک تعلق له يوې نوې ننګونې سره مخ کړ- نوموړي البته هوډ ښکاره کړ چې د دواړو هيوادونو د ستراتيژيکې ملګرتيا بهیر به پرته له کوم اغيزه، په دوامداره توګه پر مخ لاړه شي-(زموږ اړيکو ته که وګورې نو له يو لړ ننګونو سره مخ پاتې شوي، او په ځانګړې توګه دا پيښه خو ډيره بوږنوونکې او په هره اندازه ډيره بده غميزه ده- خو موږ بايد خپل بشپړ تعلق، په افغانستان کې د خپلې ښکښيلتيا تاريخ او هغه څه چې موږ يې دغلته لاس ته راوړل غواړو، ته يو نظر وکړو- او چې کله له هره پوله ورته ځیر شونو ویلاﺉ شو د پرمختګ په حالت کې يوو- موږ له افغان حکومت او له افغان خلکو سره د يوه پياوړي تعلق د جوړولو له پاره کار کولو ته ژمن يوو-)

خو راپورونه وايي په کندهار کې د ۱۶ کسانو وژنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ښيي د افغانستان او امريکا تر مينځ د ستراتيژيک سند لاس ليک کيدل له خطر سره مخامخ کړي-

راييټرز اژانس د يوه افغان چارواکي په حواله چې نوم يې نه دی ورکړل شوی ليکي چې د دغې پيښې له کبله د دواړو هيوادونو د ستراتيژيکې ملګرتيا په باب پيل شوې خبرې ممکن ځنډنۍ شي-

اژانس د کندهار پيښې ته د ځايي خلکو د غوسې ډک غبرګونونه هم راخيستي- د حاجي نقيب په نوم يوه دوکاندار اژانس ته وييلي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو موجودييت موږ ته ګټه لږه او تاوان ډير رارسولی دی- موږ خپلې زندګۍ، خپل ناموس او خپل وطن، هر څه د دوی په لاسو کې ورکړي دي- د دوی وضاحتونه او بخښنې زموږ مړي موږ ته بيرته نه شي راکولی- بهتره به دا وي چې دوی موږ يوازې پريږدي چې په امن کې ژوند وکړاﺉ شو-

اژانس همدغه راز د پوهنتون د يوه زده کوونکي، ۱۹ کلن محمد فهيم خبره راخيستې چې وايي امريکايانو وييلي چې په ۲۰۱۴ م کال کې به وځي- دوئ بې ادبه خلک دي او بايد همدا اوس لاړ شي چې موږ په امن کې شوو- فهيم زياتوي که چيرته طالبان اقتدار ته بيرته را هم شي نو زموږ مشران کولی شي چې يو نه يو معامله ورسره وکړي-

اخوا د بريتانيا وزيراعظم ډيويډ کيمرون په لندن کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې د کندهار په پيښه خواشيني ښکاره کړه او ټينګار يې وکړ چې بايد هر ممکن کوشش وشي چې د دغې پيښې سيوری د ايساف پر مامورييت پرې نه ووځي- نوموړي زياته کړه،

(دا د يادولو وړ ده چې موږ ولې په افغانستان کې موجود يوو- موږ دغلته د دې له پاره يوو چې افغان پوځ او پوليس تربييه کړو چې دغه شان دغه هيواد د خپل امنييت په خپله د ټينګولو جوګه شي او په ترڅ کې يې دا يقيني کړو چې د بهرنيو ځوکونو له وتلو وروسته به دغه خاوره د ترهګرو په ځاله نه بدليږي- دا هغه څه دي چې موږ ټول يې د زړه نه ارمان کوو-)

په کابل کې د امريکا سفارت په عين وخت کې په ټولنيزه ويب پاڼه ټويټر په خپل يو پيغام کې ويلي چې د افغانستان په جنوبي سيمو کې يې د خپلو مامورينو تګ راتګ محدود کړی دی-
XS
SM
MD
LG