د لاسرسي ځای

تازه خبر

شفیق مرید د وطن او خاورې سندرې وايي


شفیق مرید
شفیق مرید
دمشال راډیو په تاتره خپرونه کې مو سندرغاړی شفیق مرید مېلمه دی، نوموړی دافغانستان دلغمان ولایت سره تړاو لري، لا زلمی دی او د فن دنیا کې یې لږه موده تېره کړې خو د خپل خوږ غږ ، دکلام د ښه انتخاب او د سندرو د ښو کلیپونو د جوړولو په وجه یې ډیر شمېر مینه وال پیدا کړي دي.

شفیق مرید ډېرې سندرې نه وايي، لږې وايي خو کره ، په تول پوره او په ټوله مینه یې وايي، همدا وجه ده چې دده هره سندره نه یوازې په افغانستان کې بلکې په هره هغه سیمه کې خلکو خوښه کړې چېرته چې خلک پښتو وايي، اوري یې او مینه ورسره لري.

دشفیق مرید په سندرو او غزلونو کې یوه ځانګړنه داهم ده چې په اورېدو یې دوطن او د خپلې خاورې سره د خلکو مینه زیاتیږي.

دفن نقادان او د وخت کلتور پیژندونکي وايي شفیق مرید تل د لوړ او اوچت هنر د پنځولو هڅه کړې ده. او په راتلونکي وخت کې هم له دوی تمه کیږي چې خپل مینه وال همداسې په هنري کارونو ونازوي.

دپښتو ژبې دا ښاغلی هنر مند نن د مشال راډیو په تاتره خپرونه کې مېلمه دی نو د نن تاتره د شفیق مرید په نوم.چې کوربه یې نجیب عامر دی.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:43:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG