د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د پاکستان په پوځ او آی ایس آی کې بدلون راغلی؟


اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ - د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې په اداریه کې راغلي، که څه هم په ۱۹۹۰ز کال کې د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ سیاستوالو ته د پیپلز ګوند پر ضد په انتخاباتو کې د کروړونو روپیو ورکولو دوه لسیزې تېرې شوې خو پر دې سر بېره اوس هم د دې کار په اړه خبرې کېږي.


ورځپاڼه لیکي، دا د دې ناوړه کار یاد ګیرنه کوي چې څنګه په جمهوریت خندا شوې وه خو پوښتنه دا ده چې هغو ادارو چې دا کار کړی وو د هغوی په رویې کې بدلون راغلی دی او که نه؟


د پاکستان پوځ بدل شوی، خو پر سیاست اثر لري


د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د پوځ پخواني لوړ پوړي افسر او د چارو کار پوه طلعت مسعود مشال راډیو ته وویل، د پارلېمان او عدلیې د پیاوړتیا له کبله اوس په سیاست کې د هیواد پوځ او استخباراتي ادارو رول کم شوی دی.

دی وايي، خو بیا هم د هغوی له لاس لرلو انکار نشي کېدای.

((په تېرو وختونو کې د پوځ چې پر سیاست کوم اثرات ول په هغې کې کمی راغلی دی. پوځ به مخکې پالیسۍ جوړولې خو اوس چې پارلېمان او عدلیه تر څه حده پیاوړي شوي نو ورسره لوی بدلون راغلی دی. په دې کې شک نشته چې پوځ یوه مضبوطه اداره ده. او نه یواځې په دفاعي مسلو کې بلکې په سیاست کې یې هم رول شته، خو تر ډېره حده په کې کمی راغلی.))

کار پوه طلعت مسعود وايي، د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په رویه کې د بدلون د راتګ یو شمېر وجوهات دي. ړومبۍ دا چې په تېرو وختونو کې د پاکستان ولس کله هم له پوځي حکمرانانو نه دی مطمین شوی.

همدا راز، د نوموړي په خبره، په تېرو وختونو کې د پاکستان سیاسي جماعتونو د پوځي آمریانو ملاتړ کړی دی خو اوس د هغوی په رویو کې هم بدلون راغلی دی.

((پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز ډلې، دواړو به له پوځه ګټې اخیستې او کله چې به یو ګوند په حکومت کې نه وو نو د پوځ په مرسته به یې حکومت ړنګ کړ. خو اوس هغه حالات نه دي، هر څه په مکمله توګه بدل شوي دي. د دې تر څنګ، پوځ ته پخپله هم دا احساس شوی دی چې که چېرې هغوی په سیاست کې برخه اخلي نو په هیواد کې به حالات نور هم خراب شي.))


په سیاست کې مداخله د آی ایس آی یا پوځ کار نه دی


د پاکستان په سپریم کورټ کې د آی ایس آی پر ضد د اصغر خان په کېس کې د پوځ او آی ایس آی پخواني مشرانو جنرال مرزا اسلم بېګ او اسد دوراني دواړو خپل بیانونه جمع کړي او په دې ډول دواړو دا منلې چې په ۱۹۹۰ز کال کې دوی هغه وخت د پاکستان د پخواني ولسمشر غلام اسحاق خان په وینا ځینې سیاستوالو ته د پیپلز ګوند پر ضد انتخاباتو کې پیسې ورکړې وې.

دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې د اصغر خان له طرفه په سپریم کورټ کې د دې کیس نتیجې به څه وي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن پخواني مشر قاضي انور مشال راډیو ته وویل، سپریم کورټ دا ویلای شي چې د پوځ یا آی ایس آی دا کار نه دی چې په انتخاباتو کې مداخله وکړي او د خپلې خوښې کسان بریالي کړي.

دی وايي، دا د خلکو کار دی چې خپل استازي ځان ته وټاکي.

کار پوهان وايي، که څه هم په پاکستان کې د پارلېمان او عدلیې له پیاوړتیا سره د دې هیواد په سیاست کې د پوځ رول کم شوی دی، خو د طلعت مسعود په خبره، پر دې سر بېره هم پوځ پر سیاست څه نا څه اغېز لري.
XS
SM
MD
LG