د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو لپاره د قامي کمیسون جوړولو بل منظور شو


پامیر ساحل - مشال راډيو

پراګ:-د پاکستان سینېټ په متفقه توګه د بشري حقونو لپاره د قامي کمېسون جوړولو بل منظور کړی دی. تر دې وروسته به دا بل اوس هیواد د مشر اصف علي زرداري ته د لاسلیک لپاره ځي او په دې ډول به دا بل قانون شي او بیا به د بشري حقونو قامي کمېسون جوړ کړل شي. په دې بل کې مهمې خبرې څه دي؟ او دا به د قبایلي سیمو او د ورکو شویو بلوڅانو لپاره څه مانا ولري؟

تر دې مخکې تېر کال په دسمبر کې دا بل قامي اسمبلۍ منظور کړی وو او د جمعې په ورځ د هیواد سینېټ په متفقه توګه منظور کړ.

د بل تر مخې، د هیواد استخباراتي ادارې به په نا قانونه توګه یو وګړی هم له ځانه سره نشي ساتلی.

دا اېجنسیانې [استخباراتي ادارې] چې خلک پورته کوي دا خو په قانون کې نشته، دا خو غیر قانوني کارونه دي. د ایین دننه هم داسې [هیڅ] نشته.

ظهور احمد شاهواني.

په دې موضوع د پاکستان د بشري حقونو کمېسون چې یوه بله او ازاده او نادولتي اداره ده، د هغې یوه چارواکي او د بلوچستان د های کورټ بار ایسوسي ایشن مشر ظهور احمد شاهواني مشال رادیو ته وویل، له مشکوکه کسانو پلټنې کول یواځې او یواځې د پولیسو کار دی.

(([استخباراتي ادارې] چې د کومو معاملو پلټنې کوي د هغې تفصیل د پاکستان په ایین کې موجود دی. او د پلټنو کولو [واک] یواځې له پولیسو سره دی.))

ظهور احمد شاهواني مشال راډیو ته وویل، د پاکستان په ایین کې له دویمې تر ۲۸مې مادو د بنسټیزو بشري حقونو خبره شوې ده، او استخباراتي ادارې چې خلک له ځانه سره ساتي نو دا د ایین خلاف ګام دی.

د پاکستان د ایین په نهمې او لسمې مادې کې راغلي ((هیڅ کس نشي کولای څوک د [ازاد] ژوند کولو له حقه محروم وساتي چې قانوني [غوښتنې] پوره نه کړي. بیا په [لسمه ماده] کې دا خبره ده چې هر کس پولیسو ګرفتار کړ نو د ۲۴ ساعتونو دننه باید مجاز عدالت ته وړاندې کړل شي.))

شاهواني وویل: ((نو دا اېجنسیانې [استخباراتي ادارې] چې خلک پورته کوي دا خو په قانون کې نشته، دا خو غیر قانوني کارونه دي. د ایین دننه هم داسې [هیڅ] نشته.))

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسون له مرستیال مشر کامران عارفه مې پوښتنه وکړه چې دا بل که قانون شي نو د قبایلي سیمو لپاره څه بدلون راولي؟

ده مشال راډیو ته وویل، دا به پر قبایلي سیمو نه عملي کېږي. ده وویل: ((نوی جوړېدونکی کمېسون به د ټول هیواد لپاره وي، خو قبایلي سیمې د خپل ځانته حیثیت له کبله د دې د واک په دایرې کې نه راځي.))

په سینېټ کې د دې منظور شوي بل د قانون جوړېدو په صورت کې به د بشري حقونو قامي کمېسون جوړېږي چې دا واک به لري چې د هیواد ټول زندانونه که هغه ښکاره دي او که د استخباراتي ادارو لخوا په پټه توګه چلېږي، وڅاري او هلته نا قانونه کارونه وګوري.

له دې خبرې سره تړلې موضوع د بلوڅ ملتپاله خپلواکي غوښتونکو د ورکېدو سلسله هم ده چې د بشري حقونو ادارې او بلوڅان یې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارو اچوي. که څه هم د پاکستان حکومت او پوځ له دې توره انکار کوي، خو ایا د نوي قامي کمېسون جوړېدو په صورت کې به دا وشي چې د ورکو شویو بلوڅانو مسله به هواره شي؟

ظهور احمد شاهواني مشال راډیو ته وویل، د بلوڅانو د مسلې هیڅ حل په نېږدې راتلونکې کې نه ويني.

(( په [نېږدې راتلونکې] کې په بلوچستان کې داسې اثار تر ډېره لرې لرې نه مالومېږي. د بلوچستان په اړه موږ مطمین نه یو چې داسې یو کمېسون به جوړ شي او داسې یو کار به وکړي. دا ناممکنه خبره ده.))

له شاهواني مې پوښتنه وکړه چې دا کمېسیون د قبایلي سیمو لپاره نه وي او د بلوچستان د ورکو شویو کسانو مسله نشي هوارولی نو د جوړولو مقصد یې بیا څه دی؟

نوموړی وايي: ((بنیادي خبره دا ده چې [نړۍ] ته وښودل شي چې موږ داسې یو کمېسون لرو.))

په سینېټ کې نوي منظور شوي بل کې دا هم راغلي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې به دې نوي کمېسون او د هیواد پارلېمان ته ځواب ورکوي.

دا بل د ملګرو ملتونو د عمومي شورا د هغه پرېکړه لیک تر مخې منظور شوی دی چې په کې ویل شوي ول، هر هیواد باید د بشري حقونو لپاره خپلواکه کمېسون ولري.
XS
SM
MD
LG