د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستانیو طالبانو ترمنځ سخت اختلافات دي"



د پاکستانیو طالبانو مرستیال کمندان ولي الرحمان د جنوبي
وزیرستان په شوال سیمه کې له خبریالانو سره خبرې کوي.
۲۰۱۱م کال
د پاکستانیو طالبانو مرستیال کمندان ولي الرحمان د جنوبي وزیرستان په شوال سیمه کې له خبریالانو سره خبرې کوي. ۲۰۱۱م کال
سرچینه فرانس پریس خبري اژانس

ژباړه بوریوال کاکړ – مشال راډیو

پراګ:- فرانس پریس خبري اژانس د پاکستانیو وسله والو طالبانو تر منځ د موجودو اختلافاتو په اړه یو رپوټ خپور کړی دی چې د دوی په خبره تحریک طالبان پاکستان یو د بل مخالفو کمندانانو یو کمزوری اتحاد دی.

اژانس لیکي چې د پاکستانیو وسله والو طالبانو په منځ کې اختلاف له هغه وروسته رامنځ ته شو چې کله د ۲۰۰۹م کال د اګست په میاشت کې د دوی مشر بیت الله محسود د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

د رپوټونو له مخې د افغان طالبانو مشر ملا عمر په افغانستان کې د امن لپاره له امریکایانو سره د خبرو اترو په اړه د باور رامنځ ته کولو په خاطر له پاکستانیو طالبانو غوښتنه کړې وه چې بریدونه ودروي.

له هغه وروسته د هغه د قبیلې غړی حکیم الله محسود د پاکستانیو طالبانو مشر شو او خپله ډله یې القاعده شبکې ته لانژدې کړه.

اژانس لیکي ، د رپوټونو له مخې د افغان طالبانو مشر ملا عمر په افغانستان کې د امن لپاره له امریکایانو سره د خبرو اترو په اړه د باور رامنځ ته کولو په خاطر له پاکستانیو طالبانو غوښتنه کړې وه چې بریدونه ودروي.

خو حکیم الله محسود یوازنی داسې کومندان وو چې له داسې کولو یې انکار وکړ چې ددې له کبله یې د هغه د مخالف کومندان ولي الرحمان ترمنځ اختلاف لا زیات کړ.

اژانس زیاتوي چې په پاکستانیو وسله والو طالبانو کې دا اختلافات د تېرې یکشنبې په ورځ هغه وخت په ډاګه شو چې کله د حکیم الله محسود مرستیال مولوي فقیرمحمد له دندې لرې کړل شو.

اژانس زیاتوي چې مولوي فقیرمحمد د حکیم الله محسود د مخالف کومندان ولي الرحمان یو نژدې ملګری ګڼل کیږي.

فرانس پریس خبري اژانس د یو طالب کومندان چې نوم یې نه دی لیکلی له خولې لیکي چې د حکیم الله محسود او ولي الرحمان تر منځ جدي اختلافات دي.

د قبایلي سیمو د امنیتي چارو پخوانی سیکرېټري محمود شاه خبري اژانس ته ویلي چې د پاکستان د وسله والو طالبانو کومندانان وېشلي دي ، حکیم الله محسود له خپلې ډلې سره دی ، ځینې کومندانان په قبایلي سیمو او ځېنې په افغانستان کې دي. او د دوی ترمنځ په اړیکو کې کمی دی.

دی زیاتوي چې د تحریک طالبان پاکستان جوړښت مات شوی دی او داسې کومندانان شته چې د خپل ارزښت د څرګندولو لپاره د حکیم الله محسود خبرې نه اوري.

اژانس په پای کې لیکي چې که څه هم د افغان طالبانو له خوا منځګړي د دوی ترمنځ د اختلاف د ختمولو په لټه کې دي خو حکیم الله محسود د یو شمېر مسلو په اړه زړه نا زړه دی.
XS
SM
MD
LG