د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو سیاسي ګوندونو کې کورنۍ سیاست


په پاکستان کې د پښتني سیمې سیاسي مشران مولانا فضل الرحمن، اسفندیار ولي خان، او محمد خان اڅکزی
په پاکستان کې د پښتني سیمې سیاسي مشران مولانا فضل الرحمن، اسفندیار ولي خان، او محمد خان اڅکزی
ګل آياز - مشال راډيو

پراګ:- د پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو تاريخ ته په کتو سره يوه خبره په ذهن راځي او هغه ددغه ګوندونو مشران دي چې له مودو راهسي د مشرتابه پر څوکۍ ناست دي.

د پښتنو لوی سياسي ګوندونه لکه د عوامی نيشنل ګوند اسفندريار ولي خان او د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اچکزی له اوږدې مودې راهیسې د خپلو ګوندونو مشري کوي. که څه هم په دې ګوندونو کې په باقاعده توګه ټاکنې کېږي خو د مشرتابه یې لا هم له دوی سره ده.

د عوامی نيشنل ګوند اسفندريار ولي خان په دريم ځل مشر وټاکل شو. د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اچکزی له شاو خوا ۳۴ کلونو راهیسې د ګوند مشري کوي. هم دغه شان د جمعيت علما‌‌ء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په بیا بیا د خپل ګوند مشر ټاکل کيږي. په پښور کې د سياسي چارو کارپوه خادم حسين له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د کومو سياسي ګوندونو تاريخي تسلسل زيات وي نو هومره پکې جمهوري قدرونه زيات وي.


د پښتنو په سياسي ګوندونو کې د ادارو له جوړيدو سره جمهوري قدرونه نور هم زياتېداﺉ شي.
خادم حسین
.

دی وايي ((څومره څومره پوري چې د قرباني هغه علامتونه د خلکو په حافظه کې موجود وي نو هومره د هغه ګوند قيادت د هغوي اولاد سره تړلی پاته کېږي، که تاسو د سويلي ايشيا په خاصه توګه د آل انډیا کانګرس تاریخ ته ځیر شی نو که مهاتما ګاندي او د پنډت جواهرلال نېرود قربانۍ علامتونه لرې کړی او که هدغه شان دلته په پښتونخوا کې د عوامي نېشنل پارټۍ ،د جمعیت العماء اسلام، د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مشاهده وکړی، نو له قربانیو سره تړلي علامتونه په دې خاوره کې قیادت زېږوي.))

د پاکستان په ملکي کچه د نورو سياسي ګوندونو د مشرانو په شان د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مشري هم په يو کور کې پاته شوېده. د دغه ګوند د مشر خان عبدالصمد خان اچکزي د وژنې روستو د هغه زوی محمود خان اچکزی په ۱۹۷۳ م کال کې د ګوند مشر وټاکل شو او تر اوسه پورې د دغه ګوند مشري کوي. د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر رضا محمد رضا وايي چې د دوی په ګوند کې جمهوري اقدار هم شته، ټاکني هم کيږي او محمود خان اڅکزي په بیا بیا غږ کړی چې بل ملګری دې راوړاندې شي.

دي وايې ((زموږ مشران دا کوښښ کوي چې د دوی پرځای بل ملګری راشي او هغه يوه موده تيره کړي. داسې تجربې دوی بار بار کړي خو زموږ په ولسونو يا په ملت کې خاصه دا ده، او هغه د دې خبرې تقاضه کوي چې دا موجوده مشر به زيات بهتره وي.))

په پښتون ميشتو سيمو کې سياسي ګوندونو سره سره په مذهبي سیاسي ګوندونو کې همدغه تسلسل روان دی. د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان له اوږدې مودې راهیسې د خپل ګوند مشري کوي او خپل وروڼه يې هم په قامي او صوبايي اسمبلو کې موجود دي، خو د جمعيت علما اسلام ګوند وياند جليل جان دا دليل لري چې د دوی ګوند د نورو په پرتله زيات جمهوري اقدار لري.

دی وايي ((موږ يې غوره کوو نه بلکې انتخاب کوو. زموږ ګوند له نورو هغو زيات جمهوري دی، ځکه چې موږ باقاعده له ټيټي کچي نه واخلي بیا تر مرکزي هغې پوري انتخابات کوو.))

دسياسي چارو کارپوه خادم حسين وايي د پښتنو په سياسي ګوندونو کې د ادارو له جوړيدو سره جمهوري قدرونه نور هم زياتېداﺉ شي.

دی زیاتوي په سياسي ګوندونو کې دننه د ادارو جوړيدو سره نورو کارکونکو ته موقع ميلاوېداﺉ شي چې په لوړو څوکو راشي.
XS
SM
MD
LG