د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان جنګي طالبانو درملنه په بلوچستان کې کېږي"



بوریوال کاکړ --- مشال راډيو

پراګ : د پاکستان د بلوچستان صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې د افغان کډوالو د کېمپونو اوسېدونکي وايي چې افغان طالبان په دې کېمپونو او نورو سیمو کې شتون لري او هلته د دې لپاره چندې ټولوي چې په افغانستان کې د نړیوالو او افغان ځواکونو پر ضد د وسله والو طالبانو مرسته وکړي.

دوی دا هم وايي چې په افغانستان کې د ټپي شوو وسله والو طالبانو علاجونه د کوټې په روغتونو کې کیږي .

په بلوچستان کې د افغان کډوالو ټول لس کېمپونه دي چې درې یې په بلوڅ مېشتو سیمو او پاتې اووه یې د صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې دي . د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا په دې کېمپونو کې اوس شاوخوا اووه اتیا زره افغان کډوال ژوندي کوي.


د دې کېمپونو ځینې اوسېدونکي وايي چې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل وسله وال طالبان په ازاده توګه دې کېمپونو ته تګ راتګ کوي او د هغوی په خبره هیڅوک ورڅخه پوښتنه نه کوي.

یوه افغان کډوال د نوم او ځای نه څرګندولو په شرط مشال ریډیو ته وویل چې وسله وال طالبان پر موټرسایکلونو هلته ورځي او مدرسې یې ورته جوړې کړې دي.

(( تر کومه ځایه چې زه په خبر یم او ما لیدلي دي خصوصا داسې مدرسې یې ورته جوړې کړې دي، هلته راځي، موټر سایکلان ورسره وي. په کچلاغ کې چې هر هوټل ته ورشې له دوی څخه ډک وي، نه څوک د شناختي کارډ پوښتنه ترې کوي، او نه څوک څه ورته وايي، په کوټه کې هم دي او په چمن کې خو ګرسره روزل کېږي.))

یو بل افغان کډوال بیا وايي چې دې کېمپونو ته ورتلونکي وسله وال طالبان نه یوازې هلته چندې کوي بلکه هغو کسانو ته ګواښونه هم کوي چې کورنۍ یې په دې کېمپونو کې وي او دوی په افغان حکومت کې کار کوي.

(( اول خو چندې ټولوي، په مدرسو کې شپې کوي، دلته فیصلې هم کوي او هر هغه چا ته چې د افغانستان په حکومت کې کار کوي هغوی ته خبرداری او ګواښونه هم ورکوي. او اکثره وخت هغه څوک چې په افغانستان کې کارونه کويو هغوی ته دړکې ورکوي چې کارونه پرېږدی کنه نو ژوند مو له خطر سره مخامخ دی. او موږ کولای شو چې دلته او هلته دواړو ځایونو کې خطره پېښه کړو))


چې کله مي د بلوچستان د کورنیو چارو له سیکرټري نصیب الله بازی څخه د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو ته د افغانستان د وسله والو طالبانو د تګ راتګ په اړه وپوښتل نو هغه وویل:

(( زه به ددې پوښتنه کومه، که چېري دا طرح عمل دلته روان وي او یا هم دا ډول خلک دلته وي، راځي او په کېمپونو کې چندې اخلي، نو یقینا دا ډول خلک چې له طالبانو سره تعلق لري، یا چې دا فساد او شر چې په علاقه کې روان دی ددې به پوښتنه کوو. او بل د افغانستان او پاکستان ترمنځ څرګنده پوله هم مسقله نه دا مالومه. د یو عام افغان او طالب ترمنځ فرق کول هم زما په خیال اسانه دی. ولې چې دا خلک په یو انداز ګرځي.))

خو له مشال ریډیو سره خبرې کوونکو کسانو وویل چې وسله وال طالبان په اسانه پېژندل کیږي هغه ځکه چې د دوی په وینا لوي څڼې لري ، پر هونډا موټرسایکل سپاره وي او پر موټرسایکل یې یوه بړستڼ هم اچولې وي.

د دې کسانو په خبره په افغانستان کې د ټپي شوو وسله والو طالبانو علاجونه د کوټې په سنګېن خان میموریل کمپلکس کې کیږي.

د دې روغتون مشر اصل دین خان له مشال ریډیو سره په خبرو کې د دې خبرې پخلی وکړ او ویه یې ویل: (( دا خو ګوره یواځې په سنګین هسپتال کې نه کېږي، په درو نورو روغتونونو کې هم کېږي.))

اصل دین خان زیاتوي چې د افغان طالبانو د علاج لپاره دوی ته پېسې د سره صلیب نړیواله اداره ورکوي.



د هغه دا خبره مي په اسلام اباد کې د سره صلیب نړیوالې ادارې د ویاندې ستاره جبین مخې ته کښېښوه . هغې وویل چې د دوی د ادارې صحي پروګرام د ټولو هغو ناروغانو لپاره دی چې په یوه نه یوه عمر او یوه نه یوه ځای کې په وسلو زخمي شي .

له نوموړې څخه مي وپوښتل چې ایا په دې ناروغانو کې دوی ته افغان طالبان هم ورځي او که نه. نو هغې په ځواب کې وویل:

(( ته چې کومه پوښتنه کوې هغه نېغ په نېغه د خلکو له شخصي مالوماتو سره اړه لري. د آی اسي آر سي کارکونکي له یوه ناروغ څخه هم شخصي پوښتنې نه کوي. نو چې موږ د کوم څه په اړه پوښتنه نه کوو نو زه تاته څنګه ویلای شم چې موږ ته کوم ناروغ راځي هغه طالب دی او که نه ، هغه د کوم قام وګړی دی او که نه او هغه د کوم هیواد دی . ځکه چې موږ له ناروغانو دا نه پوښتو او دا زموږ د کار ډېر څرګند اصول دی ).

د افغانستان حکومت او ځینو امریکايي چارواکو په بیا بیا ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی له افغان طالبانو سره اړیکي لري خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي دا تورونه بې بنسټه بولي.
XS
SM
MD
LG