د لاسرسي ځای

تازه خبر

دښې شاعرۍ لپاره خلوت ډیر اړین دی : مصطفی سالک


مصطفی سالک په ۱۹۷۳ کال کې دافغانستان د ننګرهار ولایت دچپ لیار ولسوالۍ دقاضیانو په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولي. لا ماشوم و ، او په دویم جومات کې یې سبک ویلو چې جګړې شوې او دی هم د خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډوال شو، په پېښور کې یې په صدیق اکبر لیسه کې تردولسم جوماته ذدکړې وکړې.

بیا وروسته د دعوت او جهاد پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي محصل شو او په نولس سوه درې نوي کال کې ترې فارغ شو ، وروسته یې د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې نه په ادبیاتو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

مصطفی سالک تراوسه اوه کتابونه چاپ کړي، اولنی کتاب یې د طاوس بڼکه و چې دده شعري مجموعه وه. تازه کتاب یې اوس اوس چاپ شوی چې هغه هم د شعرونو مجموعه ده او ( توري ستوري ) نومیږي.

دده په نورو کتابونو کې پاتې شه باران دی په نوم ناول، د منشور په نوم کره کتنه، داوښکو موسکا په نوم هنري نثر، وخیمه ما ازسایه هما بود په نوم فارسي شاعري او سندریزې چینې په نوم پښتو شاعري شامل دي.

مصطفی سالک څو کاله په پېښور کې په دعوت او جهاد پوهنتون کې داستاذۍ دنده ترسره کړې خو بیا وروسته په نولس سوه اوه نوي کال کې په بي بي سي نړیواله راډیو کې شامل شو چې تر ننه ورسره کار کوي.

سالک هم په غزل کې کمال کړی او هم یې په جدیدو موضوعاتو زړه راښکونکي نظمونه لیکلي دي. دده د شخصیت ګڼ اړخونه دي چې له وجې یې دی په خپلو همزولو کې سر لوړی ښکاري.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG