د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: زندان کې د سختدریځۍ درسونه، د حملو روزنه


ذکیه غیاثي، مشال راډیو


کابل - د څرخي پله د زندان چارواکي وایي، هغه کسان چې نور بندیان یې ورانکاره او ځان وژونکو حملو ته هڅول، پیژندلي او له نورو بندیانو څخه یې د جلا کولو پلان نیولې دي.


د څرخي پله د زندان مشر جنرال خان محمد خان وایي، دغه کسان چې غوښتل یې په شعوري توګه نور بندیان د ځانمرګو بریدونو، د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د ورانکاره فعالیتونو لپاره وهڅوي، د طالبانو او حقاني شبکی یوشمیر مهم کسان دي.


پاکستانۍ استخباراتي کړۍ


خان محمد وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د څرخي پله په زندان کې د طالب او حقانې مشرانو له خوا د ترهګریزو فعالیتونو د زده کړي پلان د پاکستان د استخباراتي کړیو لخوا طرح شوي دي.

((له محبس د پاکستان مدرسه جوړه شوې وه، یعنې هغه مظامین یا کتابونه چې د پاکستان په حقانیه مدرسه کې، یا د اکوړه خټک په مدرسه کې تدرسېدل، دلته یې هم خلک اړ ایستل چې ځانونه ځانمرګي ته چمتو کړي.))

د خان په وینا، دوی د دې بندیانو له پلان څخه خبر شوي، او یوشمېر هغه بندیان چې دا ډول زده کړې یې ورکولې پیژندل شوي او د نورو د پيژندلو په هڅه کې دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم دوی دا بندیان اوسمهال سره جلا کړي خو وایي، چې د پوره امکاناتو د نشتون له امله یې پروګرام ورو روان دي.

خان محمد وايي، دوې پلان لري، چې په زندان کې د افراطیت درسونه بند او پرځای یې د بندیانو لپاره نورو روزنیز او حرفوي پروګرامونه پیل کړي.


پاکستان له تبصرې انکار کړی


هلته د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ویاند جنرال اطهر عباس، د جنرال خان محمد د څرګندونو په ځواب کې له تبصرې کولو انکار کړی دی.

تر دې مخکې هم د افغانستان حکومت او د امریکا ځینو چارواکو د بېلا، بېلو پېښو او شواهدو په اساس د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره آی ایس آی تورن کړي چې دوی په افغانستان کې اورپکوالې ته لمن وهي.

خو پاکستاني چارواکي بیا دا تورونه نا سم بولي او وايي د د دې تورونو له حقیقت سره تړاو نشته او دا چې د دوی هیواد پخپله د ترهګرۍ ښکار دی او د بد امنۍ له ګواښ سره مخامخ دی.

زندانیان ګډ ساتل اصلي ستونزه ده


بل خوا د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، چې په زندان کې د دا رنګه ستونزو یو علت د لویو او وړو مجرمانو ګډ ساتل بولي.

د دې سازمان مشر لعل ګل لعل وایي.

((په دې اړوند کوم ښکاره شواهد نه لرو، خو البته دا زندانونو د ادارې کار دی، چې باید د بندیانو لپاره بېلابېلې کټګورۍ ولري. یوه نیوکه چې زموږ پخوا وه، هغه دا وه چې دوی به زندانیان ټول په ګډ ساتل، زه دا خبره نه تایيد کولای شم او نه هم رد کولای شم، ممکن وي به.))

اوسمهال د څرخي پله په زندان کې له ۷۰۰۰ څخه زیات کسان په بیلا بیلو جرمونو بندیان دي.

خو تر دې مخکې، د ولسي جرګې یو شمېر غړو ویلي وو، چې په دې زندان کې بندیانو ته د سالمې روزنې پروګرامونه نشته او نه هم ورته د سپورټ، روغتیا او پوهنې په برخه کې هغه اسانتیاوې برابرې شوي، چې د هغوی حق جوړیږي او د زندانیانو په سالمې روزنې کې مهم رول لوبولی شي.
XS
SM
MD
LG