د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کم شلمان کالج له ۱۴ کالونو راهیسې تړلی پروت دی


فرهاد شینواری، مشال راډیو


لواړګی- کم شلمان د قبایلي خیبر ایجنسۍ د لواړګی له بازاره په خوا وشا ۱۸ کلومیتره فاصله باندې د افغانستان پولې سره نزدې پرته سیمه ده.


د کم شلمان د خلکو په وینا په ۱۹۹۸ز کال کې د شلمان ټیکنیکل کالج په نامه د فن او هنر د زده کړو یوه تعلیمی اداره جوړه شوې وه. د خیبر سیمې د تعمیراتی کارونو ادارې یا ( سی اینډ ډ بلیو) د چارواکو په وینا د دغې کالج د ودانۍ په جوړولو په هغې وخت کې خوا وشا دوه کروړه روپۍ خرچه راغلې ده.

د خیبر سیمې خلک وايي چې دغه کالج د تیرو ۱۴ کالو راهیسې بند پروت دۍ؛ او لا تر دې دمه ورته عمله او د فنی تربیت سامانونه نه دي ورکړل شوي.

د دې له کبله د دې کالج زده کونکي د فني تعلیم له حاصلولو بې برخې دی.

په دې اړه د کم شلمان یوه اوسېدونکی شیر حیدر شلمانۍ مشال راډیو ته وائې چې((چارواکو له پکار دی،چې دغه کالج راته فعال کړی،او زمونږ ذده کونکی هم څه کسب او هنر ذده کړی،چې په روزګار شی،او دنورو سختو مزدوریو نه بچ شی))

د دې سیمې یو بل کس اسلم خان وايي: ((مونږ د غریبۍ له امله خپل ذده کونکی پیښور او داسې نورو سیمو ته د لوړو ذده کړو د پاره نه شو استولۍ،او که په دي جوړ شوی کالج کښې راته دغه ذده کړۍ شروع کړۍ شی نوګټې به ترې پورته کړو))

د کم شلمان ټیکنیکل کالج د غیر فعاله حالت په اړه مو چې کله د خیبر ایجنسۍ د ترقیاتی کارونو ذمه وار ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ سید احمد جان نظر واخیسته نو ده وویل: (( ما مخکې هم په دې اړه ټیکنیکل ایجوکیشن چارواکي خبر کړي دي او اوس به یو ځل بیا د دې کالج د فعاله کولو د پاره دوی سره رابطه وکړم،او هڅه کوو چې د فنی تعلیم د زده کړو لپاره یې خلاص کړو.))

د خیبر ایجنسۍ خلک وايي، که دغه کالج فعال شی، نو د دوی ذده کونکی به هم د فن او دهنر د تعلیم د حاصلولو جوګه شی،او په دې سیمه کښې به ورسره په بې روزګارۍ هم قابو و ‍میندل شی.
XS
SM
MD
LG