د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او سیمه کې د امن بهیر او د قبایلو ونډه


شاهین بونیری - مشال راډیو

پراګ:- په افغانستان او سیمه کې د قراري لپاره د امریکه او طالبانو تر مینځ د خبرو اترو خبرونه په رسنیو کې خپاره شوي دي. په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل ددغه عمل یوه برخه ده. په سیمه کې د تل پاتې امن په اړه یوه پوښتنه دا راوچتیږي چې آیا د افغانستان او پاکستان په پوله دیره پښتنو د مرستې او ګډون نه بغیر د امن خوب رښتیا کیدای شي او کنه؟

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشرسېنېټر عبدالرحیم مندوخیل وايي په سیمه کې د امنیت لپاره وړومبۍ باید قبایلي سیمې د بهرنیو هیوادونو نه راغليو وسله والو او ترهه ګرو ډلو څخه پاکې کړل شي.

نوموړې زیاتوي :((اوس یو خوا آزاد افغانستان دی چې هغه خپله د ټول افغان مجموعي نمایندګي لري، او یو بیا موږ یو، موږ باقاعده شل(معیوب) کړل شوي یو، پر موږ د ترهګرو اډې مسلط کړل شوې دي، اوس چې کوم وخت د امن مذاکرات کېږي، نو په هغه کې زموږ له اړخه څوک ولاړ شي؟ که څوک د امن خبره کوي چې وروره دا چیچن دا عرب او دا فلانی لرې کړی، نو څوک د دوی خبره مني، زما په اند لویه خبره دا ده چې نړیوال لوی قوتونه چې دی هغوی باید ددې نوټس واخلي چې بنیادي مسله خو همدغه بهرني ترهګر دي.))

عبدالرحیم مندوخیل نور وویل قبائلي مشران اوس هم دا صلاحیت لري چې په نړیواله کچه د خپلو ولسونو استازي توب وکړي .


په سیمه کې د امنیت لپاره وړومبۍ باید قبایلي سیمې د بهرنیو هیوادونو نه راغليو وسله والو او ترهه ګرو ډلو څخه پاکې کړل شي.
عبدالرحیم مندوخیل

د خیبر قبایلي سیمې سره تړاؤلرونکې یو قبائلي مشر عبدالرحیم اپریدې وايي چې د سولې د بهیر د بریالي توب لپاره وړومبې په قبایلي سیمو کې اصلاحات عملي کړې شي چې خلک د یو جمهوري عمل د لارې وړومبی خپل مشران وټاکي او دغه مشران بیا د سولې د بهیر برخه جوړه شي :)) په قبایلي سیمو کې هم ترهګر ناست دی، دلته اوسېږي او په دې خاوره کې ام وامان نشته، د قبایلو مخور مخور مشران په نښه شوي دي. خلکو کډې کړې دي ، په خپل وطن کې دننه بې کوره شوي دي، نو که څوک تلپاتې امن په افغانستان کې غواړي نو تردې له مخه باید د فاټا (قبایلي سیمو ) لپاره د امن خبره دې شامله کړي. نو زما په فکر په فاټا کې د امن بغیر په افغانستان کې د امن خبرې نیمګړې دي.))


د پاکستان د کورنیو چارو پخوانې وزیر او پیپلز ګوند (ش) مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ وايي د امن عمل ګڼ اړخیز پکار دې او په دې کې د قبایلي مشرانو په ګډون ، د طالبانو مشران، سیاسي مشران او مذهبي مشران باید په شریکه کار وکړي. خو نوموړی زیاتوي دا بې شکه یو ګران او پیچلی عمل دی او ډیر کار ته اړتیا لري:)) زموږ ځینې سیاسي مشران وايي چې د امن خبرو اترو ته موقع ورکول پکار ده. دا صحیح ده خو د امن خبرې له چا سره کول دي. څوک به پکې ناست وي او څه به په میدان کې کېږدي، پر دغه ټولو اړخونو خبرې کول ضروري دي.

د کابل پوهنتون استاذ او د سیمه ایزو چارو پوهان نصرالله ستانکزی وايي دا سمه ده چې نړیواله ټولنه او د افغانستان او پاکستان حکومتونه دغه عمل مخ په وړاندې بوتلل غواړي خو یواځې له سخت دریځه او وسله والو ډلوو سره خبرې د امن ضمانت نه شي کیدای:)) زما له نظره دا درې عناصره لري، باید دولت پکې ونډه ولري، خپله خلک باید پکې ونډه ولري، او نړیواله ټولنه پکې مرسته وکړي. زما له نظره ټولې هغه سیاسي کړۍ چې د کرښې دواړو غاړو کې وجود لري، د هغوی ستون، د مدني ټولنې شتون، خپله د ولس افکار د سولې په راستو کې اصلي ونډه لري. که چېري د دوی ونډې ته نړیواله ټولنه توجه ونه کړي او یواځې هغه ډلې چې هغوی سختدریځه ډلې دي، په جګړې کې داخل دي هغوی پکې ګډون وکړي. دا سوله یوه سیاسي لوبه ده. او تلپاتې سوله به نه وي.

د کارپوهانو په نظر سیمه کې د سولې د بهیر د بشپړ کیدو لپاره د خبرو اترو په ګډون په قبایلي سیمو کې د سیاسي او انتظامي اصلاحاتو عملي کول، خلک په ریښتیني سیاسي عمل کې شریکول او د قبایلي مشرانو تحفظ یقیني کول بنیادي اهمیت لري.
XS
SM
MD
LG