د لاسرسي ځای

تازه خبر

که جنرال پرویز مشرف نیول کېږي پایلې به یې څه وي؟


د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پرویز مشرف
د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پرویز مشرف

د پاکستان د سند های کورټ تيره اونۍ د پيپلز ګوند د پخوانۍ مشري بې نظير بهټو د وژلو د مقدمې د اوريدني پر وخت د هيواد د پخواني پوځي آمر جنرال مشرف ته عدالت ته د حاضريدو حکم ورکړی وو.

عدالت ويلي وو چې په دې اړه به د برتانيیا په اخبارونو کي نوټسونه هم خپروي. جنرال مشرف له تيرو څو کالو راهيسي په برتانيیا کي د جلاوطنۍ ژوند تيروي. په نوموړي د بې نظير بهټو په وژنه کي د لاس درلودلو تور دی خو جنرال مشرف له دې انکار کوي. اوس په پاکستان کي ميډيا يو ځل بيا د جنرال مشرف د نيولو موضوع بحثوي.

پوښتنه داده چې که داسي کيږي نو ددې به سياسي او قانوني پایلي څه وي. دا او ورسره نوري تړلي پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کي څيړل کيږي. قانون پوه قاضي انور ايډوکيټ او د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک د بحث ميلمانه دي. په پيل کي د بحث کوربه عبدالحی کاکړ له قاضي انور پوښتلي که چرته د جنرال مشرف د نيولو هڅه کيږي نو آيا دا به د پوځ يو پخواني مشر ته د لاس اچولو په حواله يوه لويه خبر وي او که نه. د هغه ځواب وو.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG