د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ لویه برخه نشيي توکي په آسيا کې تولیدېږي


تای لېنډ: نیول شوي مخدره مواد نندارې ته اېښودل شوي
تای لېنډ: نیول شوي مخدره مواد نندارې ته اېښودل شوي
ژباړه : احمد شاه اعظمي

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د کنټرول اداره وايي چې په آسيا کې د نشيي موادو په استعمال کې زياتوالی راغلی چې له کبله يې په روږدو کسانو کې د اېډز او ژړي د ناروغيو خطره زياته شوې ده. دغه ادارې د نهي په ورځ د ۲۰۱۱ کال د مخدره موادو د توليد کلنی راپور خپور کړی.


په ويانا ښار کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د کنټرول ادارې (آی اېن سي بي) د ۲۰۱۱ کال په خپل کلني راپور کې ويلي ، په نړۍ کې زياتره مخدره مواد په آسيا کې توليديږي چې لويه برخه يې له افغانستانه بيا د نورو آسيايي هيوادونو له لاري اروپا او د نړۍ نورو هيوادونو ته لېږل کېږي.

که څه هم په تيرو وختونو کې دا فکر کېدی چې د افغانستان هيروين د قاچاقبرانو لخوا د هند له لاري اروپا او امريکا ته لېږل کېږي خو د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ويل شوي چې هند په نړۍ کې تر ټولو زيات هېروين استعمالوي. د راپور سره سم په آسيا کې په توليد شوو ۴۰ ټنه هيروينو کې ۱۷ ټنه په هند کې استعماليږي.

په راپور کې ويل شوي که څه هم له افغانستانه په زيات مقدار کې هېروين نورو هيوادونو ته لېږل کېږي خو پاته بيا په ځايي توګه تياريږي چې وروسته د نشيي موادو په توګه د روږدو کسانو لخوا کارول کېږي. دغه نشيي مواد د سرنجونو او نورو لارو د آسي په بېلا بيلو هيوادونو کې استعماليږي چې په ترڅ کې يې په روږدو کسانو کې د اېډز او ژړي د ناروغيو سربېره يو شمېر نور مرضونو خوريږي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د کنټرول د ادارې مشر اندېښنه ښودلې چې تر ۲۰۱۱ کال وروسته په آسيا کې د مخدره موادو په توليد کې نور زياتوالی کېدای شي. نوموړي د دې لاملونه په افغانستان کې د مخدره موادو په بيیو کې زياتوالی او د نړيوالو سوله ساته ځواکونو په شمېر کې د کمي اعلان په ګوته کړه.
XS
SM
MD
LG